د امريکا د جمهور رئيسانو له پاره مراسمو ته لنډه کتنه
د امريکا د لومړي جمهوررئيس جورج واشنگټن لومړۍ ورځ په لوړي، وینا او توپونو سره پیل سوه. خو د نورو ۴۴ جمهوررئيسانو لومړۍ ورځ له ډول ډول عنعناتو، مراسمو او نندارو سره مل وه. د هغوی مراسمو ته يوه لنډه کتنه.
د سپیني ماڼۍ لومړۍ عکاسي
سپينه ماڼۍ تقریبأ جوړه ده، خو د شمال او جنوب ترمنځ ترینگلتیا نوی جمهوریت له سخت فشار سره مخامخ کړی دی. په دغه وخت کي لا (۱۸۵۷) ماڼۍ په برق باندي نه وه مزین سوې، خو«جېمس بیکېنن» لومړی جمهوررئيس ؤ، چي د لوړي مراسم یې عکاسي سوي دي.هغه ته سربیره پردې د امریکا د «تر ټولو خراب جمهوررئيس»لقب ورکول کیږي، ځکه چي د راتلونکي داخلي جنگ مخنیوی یې ونه سوای کولای.
په تیاره کي بې له ډیرو مراسمو
جمهوررئيس فرانکلین روزویلټ د ځانه کاملأ بل ډول میراث پریښود او امریکایان یې په «نوي معاملې»او د اقتصادي رکود او جنگونو څخه رامنځته سوي حالت کي د قاطع خارجي سیاست پرخوا روان کړل. هغه د جمهوري رياست د خپلي لومړۍ دورې د کار پیلولو په لومړۍ ورځ لا په ۱۹۳۳م کال په خپله وینا کي پر دغه لار قدم کښیښود او ویې ویل چي «له یوازني هغه شي څخه چي موږ بیره لرو، هغه پخپله بیره ده.»
کوبایان او سره پوستان
په ۱۹۰۵م کال کي تیودور روزویلټ د جمهوري رياست دوهمي دورې لوړه وکړه. امريکا متحد ايالات په دغه وخت کي د نوي عصر په پیل کي وو. د سپيني ماڼۍ په مخکي کوبایان، سره پوستان او د کانو کارگران په پرېټ تیریږي. ښځي بیا لومړی د ۱۹۱۷م کال په رسم گذشت کي برخه اخلي او د سپيني ماڼۍ مخ ته تیریږي.
په یوه سالون کي مسته نڅا
له ۱۹مي پيړۍ راوروسته نڅا هم د جمهوررئيسانو د کار پیلولو په لومړیو ورځو کي شامله سوه. دلته د جمهوررئيس هیربیرت هوور په افتخار نڅا کیږي. دغه نڅا بیا په ۱۹۲۹م کال کي د(مای فلور- Mayflower) په هوټل کي ښکاره سوه.
جذابه جوړه
هر څوک په دا ډول جذابیت سره نه راڅرگندیږي، لکه جکي او جان ایف کینډي. دلته هغوی دواړه د کار پیلولو په لومړۍ ورځ (۱۹۶۱م کال) د نڅا یوه سالونه ته ورننوزي. خو د جنگونو پرمهال بیا ډیر جمهوررئيسان له شاندارو مراسمو او یا نڅاوو څخه تیریږي. په ۱۹۹۷م کال کي بيا بیل کلینتن د جمهوري رياست خپله دوهمه دوره په ۱۴ نڅاوو سره پيل کړه.
لندن جانس
اوس هغه مطرح دی: لندن جانس هغه وخت چي د جان ایف کینیډي تر وژل کیدو وروسته د هغه د مرستیال په توگه د جمهوري رياست مقام اشغالوي. په ۱۹۶۵م کال کي هغه د انتخاباتو د گټونکي په توگه د دوهم وار له پاره لوړه وکړه. خو داځل نه په یوه الوتکه، بلکي د سپيني ماڼۍ په ملي پارک کي د ۱،۲ ميلیونو انسانانو په مخکي.
د خوشالۍ له پاره دوه دلیله
نېنسي او رونالد ریگن د جمهوري رياست د لومړۍ دورې پرمهال (۱۹۸۱م کال) د خلگو او مراسمو په منځ کي. لږ وروسته ۵۲ امریکايي اتباع د ایران څخه آزاد سول. هغوی ۴۴۴ ورځي په تهران کي بنديان ول. ځکه نو دریگن خوشالي دوه چنده وه.
دوه واره لوړه کول
د امریکا اساسي قانون د لوړي مراسمو د اجرأ کولو له پاره ځیني مشخص کلمات بیان کړي دي. ځکه نو نوی انتخاب سوئ جمهوررئيس د لوړي په مرامو کي تل وايي، چي دی به خپله وظیفه په پوره وفادارۍ سره مخته بوزي او په ټول توان سره به د متحدو ايالاتو اساسي قانون وساتي. په ۲۰۰۹م کال کي د اوباما د لوړي مراسمو پر وخت ورڅخه کلمات گډوډ سول او احتیاطأ یې په دغه بله ورځ بیا د لوړي لوړه وکړه.
«بیانسي» د بارک اوباما له پاره بدله وايي
د جمهوررئيس بارک اوباما په دعوت «بیانسي کنولس» ملي سرود وايي. د موسیقۍ او فلم جوړولو شرکتونو مشهوره کسان د اوباما د دوهمي دورې(۲۰۱۳ م کال) د کار پیلولو په لومړۍ ورځ راښکاره سول.
د جمهوررئيس ترمپ له پاره دريځ خالي دی
داچي څوک به د ژمي په دې ورځو کي په ساعتونو باندي د دونالد ترمپ مراسمو ته راځي، نه ده معلومه. نه یوازي د ملي سرود ویونکي معلوم نه دي، بلکي تر۴۰ زیاتو وکیلانو هم مراسمو ته د نه راتگ اعلان کړی دی. خو د دغه ۴۵ جمهوررئيس د کار پیلولو لومړۍ ورځ به بیا هم شانداره وي.