د امريکا تر ټولو ښکلي ملې پارکونه
په امريکا کې ۵۹ ملي پارکونه شتون لري چې په کال کې ورڅخه ۳۰۰ ميليونه کسان ليدنه کوي.
د امريکا تر ټولو تاريخي پارک
د امريکا په آريزونا آيالت کې "ګراند کنين" ملي پارک چې په آريزونا آيالت کې د غرونو په سلسله کې پروت دی لرغونی او تاريخي قدامت لري. د دغو غرونو ډبرين پوښښ د ځمک پيژندنې له پلوه ميليونو کلونو تیرې زمانې ته ورګرځي.
په نړۍ کې تر ټولو لرغونی پارک
د ( يلواستون) ملی پارک په امريکا کې لومړنی او په نړۍ کې يوازنې ملي پارک دي چې په ۱۸۷۲م کال کې د متحده ايالاتو د کانګرس له خوا جوړ شو. په دغه پارک کې له ۴ نه تر ۵ زره پورې خزندې ډوله حيوانات ژوند کوي. هغوی د ژمي په موسم کې د ځان تودولو له پاره د دغه پارک تودو چينو ته پناه وروړي.
تر ټولو نوی ملي پارک
د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د ( پينکلز) پارک چې په ۲۰۱۳ م کال کې جوړ شوی او د ملي پارک په توګه ثبت شوی دی. په دغه ساتل شوې سیمه کي د لومړنيو اوسیدونکو انسانانو د اوسیدلو ډيرې کمې نخښې تر نن پورې تر سترګو کيږي.
تر ټولو ستر ملي پارک
د (رنګل سنت اليٍاس) ملي پارک په ۵۳ زره کيلومتره مربع واټن سره د امريکې تر ټولو ستر ملي پارک ګڼل کيږي. د طبيعي زيرمو په لرلو سره دغه پارک د نړۍ په ساتل شويو سیمو کي د نړيوال ميراث په کتار کې راځي. دغه پارک د الاسکا په ايالت کې موقعيت لري.
تر تولو لوړ ملي پارک
د (دنالي) په نامه ملي پارک د الاسکا په مرکز کې دی. دنالي د هغه غره نوم دی چې دغه پارک کې شتون لري او لوړوالی يٍې ۶۱۹۰ متره دی. دغه پارک په کال کې له ۴۰۰ زره څخه زيات ليدونکي لري.
د يونسکو نړيوال ميراث
د (يوسميستي) ملي پارک چې په کاليفورنيا کې واقع دی په ۱۹۸۴م کې د يونسکو نړيوال ميراث په توګه ثبت شوی دی. دغه پارک د ګرانيت سترو ډبرو، ابشارونو او د رڼو اوبو په ځلانده سيندونو او د خرما سترو ونو په لرلو سره نړيوال شهرت لري.
د تيرو څوکو لرونکی ملي پارک
د (برايس کنيون) ملي پارک د امريکې يوتا آيالت په سويل لويديځ کې واقع دی. د دغې سيمې ټاکل د رنګارنګو کتار شویو ډبرو د ساتنې هدف لري کومې چې د دغه ځای د غرونو په زړه کې قرار لري. (برايس کنيون) ملي پارک له سمندر يا د اوبو له سطحې څخه له ۲۴۰۰ نه تر ۲۷۰۰ متره پورې لوړ پروت دی. دغه پارک په امريکا کې د سيلانيانو له پاره په زړه پورې ځای دې چې په کال کې له يو ميليون څخه زيات سيل کوونکي لري.
تر ټولو وچ ملي پارک
د (ديت ولي) يا د (مرګ دره) ملي پارک د امريکا متحده ايالاتو تر ټولو وچ او تود ملي پارک بلل کيږي. د دغې سيمې تودوخه په دوبي کې ډير کله د سانتيګراد ۴۰ درجو ته رسیږي. سره له دې هم دغه پارک له ۳۶ خزنده او ۲۰۷ الوتونکو حيواناتو له پاره د سیمه ايزو ژوو د اوسیدلو ځای دی. دغه پارک مدام داسې وچ نه وي. همدغه وچې مروړل شوې ونې د پسرلې موسم په بارانونو سره له رنګارنګو غوټيو څخه ډکيږي.
بل ملي پارک
د اورګلیدز ملي پارک ډنډونه له شمال څخه د اويچوي سيند او له سويل څخه د فلوريدا ټاپو وزمې ته رسیږي. دغه پارک له شنو واښو څخه تر ډنډونو پورې شهرت لري. د اورګيدز پارک چې د فلوریدا په ايالت کي واقع دی د نړيوال ميراث په توګه ثبت شوی دی.
له چاودنو ډک ملي پارک
هاوايي د اورغورځونکو غرونو په لرلو سره د يونسکو د سازمان له خوا د نړيوال ميراث په توګه ثبت شوی دی. د کيلاويا اورغورځونکي غر چې په دغه سیمه کي شتون لري د ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې په نړۍ کې تر ټولو فعاله اورشيندو څخه شمیرل کيږي. د دغه اورغورځونکو غرونو بهيدونکي لاوا چې له خوا او شا يې رابهيږي، د استوګنې له سيمو څخه لرې تيريږی او آرام سمندر ته رسیږي.
تر ټولو زرغون ملي پارک
د کالیفورنيا ملي پارک (ردود) په نړيواله کچه د تر ټولو لوړو او پنډو ونو درلودونکی دی. د (سکويا) ونو لوړ والی کله له ۱۱۰متره څخه زياتيږي. د دغه سترو ونو تنې چې پنډوالی يې تر اوو مترو پورې وي پر خپلو زر کلنو عمرونو وياړي.