د المان پر اسمان د ناټو بې سابقې هوايي تمرین
۱۴۰۲ خرداد ۱۹, جمعهد ناټو دغه پراخ مانور په دې وروستۍ لسیزه کي د آلمان د هوايي ځواک له پاره یو لوی سرخوږی بلل کیږي، چي د څلور کالو تدارکاتو څخه وروسته، د ناټو هوايي مانورې د "هوايي دفاع ۲۳ په نامه په دې څو ورځو کي شروع کيږي.
له هغه وخته چي د ناټو بنسټ ایښوول سوی، دغه ډول پراخ تمرینونه نه ول ترسره سوي او دا د خپل ډول یو لوی تمرین دی، چي د جون له ۱۲څخه تر ۲۳ پوري دوام کوي او دا به د هوايي لوژیستیک له اړخه د آلمان ګرانبیه تمرین وي.
اړوند: تر سړې جګړې وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینونه پیلیږي
همدا اوس د آلمان په ۶ پوځي هوايي ډګرونو کي ۲۵۰ طیارې ولاړي دي او ټاکل سوې ده، چي ۲۵ هیوادونه به په دغه تمرین کي ونډه اخلي. امریکا متحده ایالات په یوازي سر۱۰۰ الوتکي د اتلانتیک اوقیانوس له ها غاړي دې تمرین ته ګوماري.
په دې هوايي تمرین کي، به په درې بېړنیو سیمو کي تمریني الوتني کیږي: د آلمان په شمال او شمالي بحر، په ختیځ او جنوب په یوې کوچنۍ تراډه کي. د یادو سیمو هوايي حریم به د ورځي په څو بېلا بیلو ساعتونو کي د ملکي ټرافیک پر مخ تړلی وي.
زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی
عادي الوتني د یاد هوايي مانور له امله ټکنۍ کیږي، ځکه چي د اروپا او آلمان اسمان د مرکزیت له امله یو له هغو ګڼه ګوڼه اسمانونو څخه دی چي ډېري نړيوالي هوايي الوتني له همدي هوايي کرښو تیریږي. پر همدې بنسټ د هوانوردي کارپوهان په دې اړه پوښتي چي آیا ملکي الوتني به د تمرین سره همهاله وکولای سي چي بېله کومو ستونزو خپلو الوتنو ته دوام ورکړي. د آلمان هوايي ډګرونو ته ښايي چي د تمرین پرمهال د لسو ورځو له پاره خپل کاري ساعتونه د شپې خواته واوړوي.
اړوند: د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي
د آلمان د هوايي ځواک مشر اینګو ګرهارتس وايي: «زه هیله لرم چي دغه ټولي چاري به منظمي ترسره او هیڅ الوتنه به لغوه نه سي.» خو ده د ملکي الوتنو د تګ راتګ په ترڅ کي د خنډ او ځنډ خبره هم رد نه کړه.
د مخنیوي عملیات د نورمال هوايي فعالیت سره موازي پر مخ ځي
په نړيوالو او امنیتي چارو کي د آلمان «ایس، ډبلیو، پي» انستيتيوت څخه توربین ارنولډ، له دویچه ویلي سره په یوې مرکه کي وویل، ناټو غواړي، چي د «۲۳هوايي دفاع» له عملیاتو سره سم د ملکي الوتکو د منظمو الوتنو له پاره یو سیاسي زینګنال ولیږي.
ارنولد وايي: «البته دا یو روښانه سیګنال دی چي وايي، له هوايي درانه ټرافیک سره موږ کولای سو چي د ناټو د سیمي له هر سانټي میټر څخه به ساتنه وکړو.» تر ۱۰ زرو زیات عسکر به بیا پر مځکه مانورونه کوي.
د آلمان د هوايي ځواک د پلټني مشر جنرال اینګو ګرهارټس، وايي، مځکني تمرینونه او ان د «یو هوايي ډګر تشول» به هم د دغه تمرین یوه برخه وي.
اړوند:شتاين ماير په ختيځه اروپا کي د ناټو پر تمريناتو تنقيد کړی
دا مانورونه له هغه وروسته، چي په ۲۰۲۱م کال کي امریکا او ملګرو يې په افغانستان کي په چټکۍ خپل ماموریت پای ته ورسوی او د کابل هوايي ډګر له سختو ورځو سره مخامخ و، نو دا تمرین يې د ناټو په هوايي تمرینونو کي ور شامل کړ.
د یاد تمرین یوه بله موخه داده چي د مځکنیو ځواکونو هوايي ملاتړ وسي، د دښمن له جټ الوتکو سره هوايي جګړه وسي او همدارنګه د هغو منځني واټن ویشتونکو توغندیو مخنیوي وسي چي د ناټو جنګیالیو باندي توغول کیږي.
امریکا متحده ایالات د ایف ۳۵ رادار څخه تښتېدونکي او بم غورځونکي الوتکي چي ډیري عصري جګړه ایزي جیټ الوتکي دي د انتلانتیک دې خواته رالېږي.
د امنیت او نړيوالو چارو انستیتيوت کارپوه ارنولډ وايي، د شمالي بحرپر اسمان، د دښمن د کښتیو او اوبتلونو په وړاندي دفاع امتحانیږي، ارنولډ زیاتوي: «دښمن کولای سي چي له هغو سیمو برید وکړي چي د ارپا له وچي دباندي دي.»
زموږ له ارشیف څخه: