د المان د بهرنیو چارو وزیره په ناڅاپي سفر کیف ته رسیدلې ده
۱۴۰۲ شهریور ۲۰, دوشنبهکیف ته تر رسیدو وروسته د المان د بهرنیو چارو وزیرېانالینا بیربوک له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي »اوکراین له ډیر همت او کلکې ارادې سره زمونږ د آزادۍ دفاع هم کوي. بیربوک زیاته کړه: «د دې په بدل کې اوکراین پر مونږ اعتماد کولی شي.»
د المان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د بیربوک په حواله ویل شوي دي: «مونږ به د روسیې د تیري په خلاف د اوکراین د اقداماتو له دفاع کولو او اقتصادي، پوځي او بشري مرستو په برخو کې د ملاتړ کولو له هڅو نه په شا نه شو.»
د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د روسیې تر برید وروستهاوکراینته دا د بیربوک څلورمه دوره ده چې ترسره کیږي.
اروپایي اتحادیه کې د شاملیدو ملاتړ
تمه کیږي چې بیربوک به د خپل دې سفر په ترڅ کې په اروپایي اتحادیه کې د اوکراین د غړيتوب پر موضوع هم د کیف له چارواکو سره خبرې وکړي.
اوکراین ته یو کال مخکېپه اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب له پاره د کاندیدیدو درجه ورکړل شوې وه او دغه هیواد سږ کال پر دې موضوع د رسمي خبرو اترو پيلیدو ته هیله مند دی چې د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره باید کوم اقدامات ترسره، یا په بل عبارت کوم شرایط پوره کړي.
بیربوک وویل چې اوکراین لادمخه په محاکمو کې د اصلاحاتو ترڅنگ په ځینو برخو کې «ښه پرمختگ» کړی دی، خو وې ویل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې «یو څه نورو هلو ځلو» ته هم اړتیا ده.
هغې په اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د شاملیدو په برخه کې د المان د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل: «مونږ ته د اروپايي اتحادیي په توگه پکار دي چې اوس په چټکۍ سره پر دې کار وکړو، څو دا ډاډ ترلاسه کړای شي چې د لا زیاتو هیوادونو د شاملیدو په لړ کې زمونږ دریځ سم دی.»
د ماشومانو پر جبري انتقال د مایوسۍ څرگندونه
د المان د بهرنیو چارو وزیرې روسیې ته په جبري ډول د اوکرایني ماشومانو پر انتقالولو هم خواشیني څرګنده کړه. بیربوک وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ولس روحیې کمزورې کولو له پاره له هر ډول اقدام کولو څخه لاس نه اخلي.
هغې وویل: «مونږ د هغو سازمانونو، د اوکراین د چارواکو او هغو غیر دولتي سازمانونو ملاتړ کوو، چې د تښتول شوو ماشومانو بیرته خپلو کورونو ته د راوستلو له پاره کار کوي. دا چې د دې جگړې بار د ماشومانو پر اوږو واچول شي، هیڅ جواز نه لري.»
د المان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې د سولې پر لور لومړی گام دا دی چې پوتین دغه ماشومان پریږدي چې بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص