د البغدادي نوی ځای ناستی څوک دی؟
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهداعش ډلې د خپل رسنیز کانال الفرقان، له لارې د خپل مشر ابوبکر البغدادي او همداشان د دغه ډلې د یوه بل جګپوړي غړي ابو حسن المهاجر، مړینه تائید کړې ده. زیاته شوې ده چې د دغه ډلې نوی مشر به ابو ابراهیم الهاشم القریشي وي. ویل شوي دي چې د داعش پلویان باید هغه ته بیعت ورکړي.
د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د داعش د ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو خبر ورکړ. د هغه د معلوماتو له مخې البغدادي د سوریې په شمال کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. د ترمپ په خبره د داعش مشر له امریکایي عکسرو یوه تونل ته وتښتید او هلته یې د ځانمرګي واسکټ په واسطه ځان والوزاوه. د «ډي ان اې» ازموینې له لارې د هغه هویت تثبیت شوی. د ترمپ د معلوماتو له مخې المهاجر په نورو پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.
نوی «خلیفه» څوک دی؟
البغدادي له ډیرو کلونو راهیسې د داعش ډلې مشري کوله. د کارپوهانو له نظره یوازي لږ کسان په خپل سر د نومول شوي خلیفه د ځای ناستي په توګه انګیرل کیدل. خو د داعش د نوي نومول مشر په هکله معلومات نه شته.
په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندان کینیت مکنیزي، پر دې اعتراف کړی دی چې داعش به په راتلونکي هم خطرناکه ډله پاتې شي. هغه ویلي دي : «موږ اټکل کوو چې په یوه شکل به د غچ اخیستنې هڅه وشي» او د دې پر وړاندې باید چمتووالی ولرو.
sr/ms (rtr, dpa)