د افغانستان فوتسال ټيم نړېوال جام ته ووت
۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبهد فوټسال په ننۍ لوبه کې چې ټایلند کې وه، د افغانستان ملي ټيم وتوانید چې خپل قرغزستاني حریف د ۵ په ۳ ګولو سره ماتې ورکړې. دې سره افغانستان د لومړي ځل له پاره د فوتسال نړېوال جام سیالیو ته ووت.
د فوتسال فدراسیون فني ډايرکټرو طاهر روفي، وايي چې افغانستان سږکال د لومړي ځل له پاره د اسیا جام سیالیو ته ووت چې د دغه جام په ډلیزو سیاليو کې ېې ایران پر وړاندې ۱ د ۳ په مقابل کې ماتې وخوړه، کويټ سره مساوي شو او بحرین په مقابل ۳ په ۲ سره بریالی شو.
له دې پايلې سره د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي د آسیا له اتو نورو ټیمونو ډلې ته ځان ورساوه، خو په دې ډله کې له تاجیکستانه ۱ د ۲ په مقابل کې له ماتې وخوړو سره د آسیا جام له سیالیو حذف شو او نړېوال جام ته له نېغ په نېغه وتو پاتې شو.
خو د فوتسال آسیا جام نیمه وروستي پړاو ته د ازبکستان وتل، د آسیا څلورو حذف شوو ټيمونو ته د دې چانس په لاس ورکړ چې د پلې آف له لارې مخته ولاړ شي.
افغانستان په دې لړ کې عراق او قرغزستان ته ماتې ورکړه او نړېوال جام ته ېې لار ومونده.
د افغانستان پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني، د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په ګدون سیاستوالو او ګڼو عادي افغانانو نړېوال جام ته د افغانستان د فوټسال ټيم د وتلو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي دي.
غني پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې دغه بریا د «افغانستان د ملي ټيم غړو، معزیزو ځوانانو او ټول ولس ته مبارک وایم.»
مجاهد بیا پر ټويټر ليکلي: « ټولو هیوادوالو ته د فوټسال ملي لوبډلې ستره بریا او ۲۰۲۴ نړیوال جام ته د لار موندنې مبارکي وایم.»
عامو افغانانو هم پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان له دغې بریا هرکلی کړی او یو بل ته ېې مبارکيانې ورکړي دي.
د فوتسال نړېوال جام سيال روان ميلادي کال د ازبیکستان په کوربتوب ترسره کیږي چې په کې د افغانستان په ګډون ۲۶ ټیمونه ګډون ولري.