د افغانستان او انګلستان د کریکټ لوبه روانه ده
د ۲۰۱۹م کال کریکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله پنځه لوبه له انګلستان سره کوي. انګلستان پچه ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پریکړه کړې. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د لوبو لیدو ته ورغلی.
د افغانستان او انګلستان تر منځ لوبه په مانچستر کې کیږي. د انګلستان توپ وهونکی جوني بیرستو، د توپ وهلو په هڅه کې دی.
د لوبې د لیدو له پاره ډیر شمیر افغان مینه وال هم لوبغالې ته ورغلي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني بریتانیې ته په سفر تللی دی. هغه د انګلستان له چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته نن د لوبې لیدو له پاره لوبغالی ته تللی دی.
د نړیوال جام سیالیو کې دا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې پنځمه لوبه ده. افغانستان تر دې دمخه خپلې څلور سره لوبې بایللي دي.
د افغانستان آل راونډر محمد نبي و نه شو کړی چې د دولت ځدراڼ په توپ د جمیز وینس کیچ ونیسي.
خو دولت ځدراڼ وکړی شو چې په یوه بل توپ جیمز وینس وسوځوي. کیچ یې مجیب الرحمن واخیست.
خو لا هم د فیلیډنګ په برخه کې د افغان لوبغاړو تیروتنې لیدل کیږي.
انځورونه
1 | 7انځورونه