د افغان مهاجر د اخراج مخه نیونکې سویډنۍ نجلۍ مجرمه ګڼل شوې
۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبهد سویډن د ګوتنبورګ د پوهنتون محصله ایلن ایرشون، تر هغې وروسته د نړیوالو رسنیو پام جلب کړ چې څو میاشتې وړاندې يې په یوې الوتکه کې د فسبوک لایف له لارې د یوه افغان مهاجر د اخراج پر ضد اعتراض وکړ. نوموړې هغه مهال وویل چې افغانستان ته د دغه ۵۲ کلن افغان مهاجر د اخراج مخنیوی ضروري ده ځکه په خبره یې افغانستان د اخراجیدونکو مهاجرینو له پاره خوندي هیواد نه دی.
نوموړې په الوتکه کې له کښیناستو ډډه وکړه او دغه ټوله پیښه یې د فسبوک لایف له لارې په ژوندۍ بڼه خپره کړه. د ایلن ایرشون دغه ویډیويي کليپ په ډیر کم وخت کې ډیر زیات ولیدل شو. د ایلن ایرشون او د الوتکې د چارواکو ترمنځ دغه جنجال وروسته له هغه حل شو چې یاد اخراجیدونکی افغان مهاجر او ایرشون د سویډن په ګوتنبرګ لندویتر هوايي ډګر، کې له الوتکې څخه کوز شول.
اوس د ایرشون دغه اقدام د هواي ترافیک د ګډوډولو د قانون په رڼا کې د جرم په توګه پیژندل شوی دی. د دې قانون په رڼا کې د یوې الوتکې مسافرین باید د الوتکې د پیلوټ لارښونې ومني او هغه عملي کړي. د جعمې په ورځ د سویډن څارنوالانو وویل چې یادې میرمنې د الوتکې د کارکوونکو خبرونو ته غوږ نه دی نیولی او د پرواز د چمتو والي په حال کې یې په الوتکه کې له کښیناستو ډډه کړې ده. دغې الوتکې د روان کال د جولای میاشتې په ۲۳ نیټه د سویډن له ګوتنبرګ ښار څخه د ترکیې پر لور پرواز درلود.
سویډني څارنوالانو ویلي چې ایلن ایرشون په عمدي توګه د الوتکې ټکټ اخیستی وو او ویلي یې وو چې که چیرته دغه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج شي، هلته به ووژل شي. سویډنۍ ۲۱ کلنه ایلن ایرشون د دې هیواد په غربي ګوتبورګ ښار کې د مدنې ټولنې یوې ډلې فعاله ده. نوموړې او د هغې ملګرو افغانستان ته د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج پر ضد ګڼ شمیر اعتراضونه کړي.