د اسيا او افريقا فوټبال له پاره زيری
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهد فوټبال نړيوال فدراسيون شورا په څوريش کي پرېکړه کړې ده چي له ۲۰۲۶م کاله به د هغو لوبډلو شمېر چي د فوټبال په نړيوال جام کي لوبيږي له ۳۲ څخه ۴۸ ته لوړ سي.
تر اوسه پوري په ۸ گروپونو کي څلور څلور لوبډلي وې او تر دې وروسته به په ۱۶ گروپونو کي درې درې لوبډلي وي. په دې سره به نو په نړيوال جام کي د لوبو شمېر له ۶۴ څخه ۸۰ ته لوړ سي.
په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲م کلونو کي به د فوټبال نړيوال جام د پخوا په شان يعني ۳۲ لوبډلي پکښې ولوبيږي. د فوټبال لومړی نړيوال جام چي په ۱۹۳۰م کال کي جوړ سو هغه مهال پکښې د لوبډلو شمېر ۱۳ وو. خو وروسته وروسته بيا د لوبډلو شمېر زيات سو.
گټمنه پريکړه
د فيفا دغه پريکړه يوازي ورزشي تدابير نه دي. د فوټبال نړيوال فدراسيون هيله لري چي د فوټبال د نړیوالو لوبو په ډېرښت سره به ئې عايد يو ميليارد ډالره زیات سي. د يادولو وړ ده چي په ۲۰۱۸م کال کي د فوټبال د نړيوال جام عايد چي په روسيه کي ترسره کيږي ۵،۵ ميليارده ډالره اټکل سوی دئ.
د فيفا د پريکړي پر اساس به د فوټبال په نړيوال جام کي د افريقا او اسيا هيوادونو شمېر زيات سي. اوس د فوټبال نړيوال جام ته له اسیا او افرايقا څخه يوازي ۴ يا ۵ لوبډلي لاري مومي. په دغو سياليو کي تر ټولو ډېر لوبډلي د اروپا وي چي شمېر ئې ۱۳ ته رسيږي.
د اوسنۍ پريکړي له مخي په راتلونکې کي به د فوټبال په نړيوال جام کي له اسيا او افريقا څخه ۹ يا ۱۰ لوبډلي گډون وکړي.
نور مطالب: