د استرالیا سیاستوالو د جولیان اسانج د خوشې کولو غوښتنه کړې
۱۴۰۲ بهمن ۲۶, پنجشنبهد استرالیا پارلمان ۸۶ غړو د هغه پریکړه لیک په تائید کې رایه ورکړه، په کوم کې چې د جولیان آسانج د خوشې کولو غوښتنه شوې وه. یوازې ۴۲ غړو له دې پریکړه لیک سره مخالفت کړی دی. په پریکړه لیک کې ویل شوي چې اسانج ته دې خپل کور ته د تللو اجازه ورکړل شي.
لومړي وزیر انتوني البنیز، د هغه تحریک ملاتړ کړی دی چې په ۲۰۲۲م کال کې واک ته له رسیدو راهیسې د جولیان اسانج د قضیې د پای ته رسیدلو غوښتنه کوي.
نوموړي په تیر اکتوبر مياشت کې هم د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره په دې اړه په مستقیم ډول خبرې کړې وې. مخکې تر دې د استرالیا په پارلمان کې د مختلفو ګوندونو له استازو څخه جوړ یوه پلاوي واشنګټن ته سفر کړی وو، څو امریکایي قانون جوړونکو ته د اسانج د خوشې کولو له پاره لابي وکړي.
ټاکل شوې ده چې اسانج راتلونکي اونۍ يوې بریتانوي محکمې ته حاضریږي او استرالیایي پارلمان دغه اپیل مخکې له دې کړی دی.
د استرالیا لوی څارنوال مارک دریفوس، وایي چې نوموړي دا موضوع تیره میاشت په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې وه.
دریفوس په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا غیر رسمي خبرې اترې وې، خو د اسانج په هکله د دې حکومت دریځ ډیر واضح دی او په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. اوس یې وخت را رسیدلی دی چې دغه معامله ختمه کړای شي.»
له کلونو راهیسې د لندن په زندان کې بندي
د ویکي لیکس انترنټ پاڼې بنسټ ایښودونکی جولیان آسانج په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې د زرګونو محرمو اسنادو د خپرولو له کبله تر تعقیب لاندې دی. امریکایي چارواکي د هغه په هکله وایي چې نوموړي له قانونه سرغړونه کړې او د افرادو ژوند یې په خطر کې اچولی دی.
اسانج اوس د لندن په بیلمارش محبس کې بندي دی او د جاسوسۍ په تور د امریکا له پاره مطلوب دی، چیرې چې د ۱۷۵ کلن بند سزا له ګواښ سره مخامخ دی.
خو اسانج له یوې اوږدې مودې راهیسې همدا ویلي دي چې د هغه پر وړاندې دوسیه سیاسي انګیزه لري، د نوموړي د مدافع وکیلانو ډله وایي چې که هغه امریکا ته واستول شي، کیدای شي ځان وژنه وکړي.
په ۲۰۲۱م کال کې یوه بریتانوي قاضي د هغه د رواني وضعت په اړه د انديښنې په څرګندولو سره امریکا ته د اسانج د سپارلو مخه نیولې وه.
خو وروسته بیا لوړې محکمې په دې استدلال کولو سره دغه پریکړه بدله کړه چې امریکا ثابته کړې ده چې په حفاظت کې به د اسانج مراقبت یا خیال ساتل کیږي. په ۲۰۲۲م کال کې د بریتانيا د هغه وخت د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل امریکا ته د اسانج د سپارلو غوښتنه تائید کړې وه چې له امله یې د اسانج یو نوی قانوني اپیل پیل شو.
امریکا ته د سپارل کیدو په صورت کې به د ویکي لکس دغه بنسټ ایښودونکی د افغانستان او عراق په هکله د محرمو اسنادو د خپرولو او جاسوسۍ له تورونو سره مخامخ شي.
د امریکا د جاسوسۍ قانون پر نقضولو د محکومیدو په صورت کې کیدای شي نوموړی تر ۱۷۵ کلن بند سزا پورې محکوم شي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز