د اروپا سينما پخوانۍ لس تر ټولو وتلې ستورې
نامتو فلمي اداکاره کلوديا کارديناله ۸۰ کلنه شوه. د سوفيالورن په څير ځيني پخوانۍ فلمي لوبغاړي اوس هم د کمرې مخ ته راڅرګنديږي خو د بريژيت باردود په څير ځينې نورې بیا په ټولنيزو چارو کې فعالې دي. دلته يې انځورنه وګورئ!
کلوديا کارديناله
کلوديا چې اوس اتيا کلنه شوې په فلمونو کې به يې د ژوند ځانګړي سبک ښود. کارديناله په زړه پورې او خطرناکه وه. هغه په ۲۰۰۰م کال کې په فلمونو کې کار کول بس کړل او په يونسکو کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع د ښه نيت سفيره شوه. هغه د ايتاليا دوهمه بريژيت باردو هم ګڼل کيده.
په ښايست کې مشهوره لولو
دغه ايتالوۍ اداکاره د لولو (Lollo) په مختصر نوم ياديده. لولو په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰مو لسيزو کې د «ګوژپشت نتردام» په څير فلمونو کې د دنیا د تر ټولو ښايسته ښځې، د سبا او سليمان د ملکې په توګه عالي رولونو ولوبول او ډيره مشهوره شوه. لولو په شاوخوا ۷۰ فلمونو کې تر کار کولو وروسته، په ۱۹۷۰ لسيزه کې له سينما ووتله. دغه هنرمنده چې يو وخت يې پر ښايست رسنيو په خپلو کې سيالۍ کولې، اوس ۹۲ کلنه ده.
نه هيريدونکې سوفيالورن
سوفيالورن په ايتاليا او اروپا کې یوه له ډيرو مشهورو فلمي څيرو او په عين حال کې د لولو سياله ګڼل کيده. په افغانستان کې هم د سوفيالورن په اړه د هغه وخت په رسنيو کې مطالب خپريدل. سوفيا د «دوو ښځو» په نوم فلم کې د رول په ادا کولو وتوانيده چې د اوسکار جايزه وګټي. هغې په خپل هنري سفر کې د ګلدن ګلوب پنځه جايزې هم ترلاسه کړي دي. سوفيالورن په پاخه عمر کې هم د نورو خلاف د سينما کامرې مخته راڅرګنده شوه.
بريژيت باردو
بريژيت باردو هغه وخت د فرانسې په سينما کې راڅرګنده شوه چې په ایتالیا کې هم رقابتونه زیات ول. هغې د «خدای ښځه پیدا کړه» په څير فلمونو کې مشهوره او ډير ژر د سکس سمبول وګرځيده. که په ايتاليا کې به يې جينالولو بريجيدا ته «لولو» ويل، نو په فرانسه کې به يې دې ته BB ويل. باردو په ۱۹۷۰م کال کې له سينما لرې او د حیواناتو د حقونو فعاله شوه. هغه د اسلام ضد او عوامپاله عقيدې په لرلو جنجالونه هم خلق کړي دي.
کترين دونو
د فرانسې په سينما کې د بريژيت باردو تر يوې لسيزې ځليدو وروسته، کترين دونو رامنځ ته او مشهوره شوه. هغې تر ډيره «د بورژوازۍ پټ جذابیت» او پولانسکي په څير فلمونو کې وپيژاندل شوه. دونو د لورن په پرتله يو جلا تيپ ځان ته غوره کړ. هغه چې اوس ۷۵ کلنه ده لا هم د کامرې مخته راڅرګنديږي. کترين دونو په خلکو کې ډيره محبوبه ده.
د تراژيدي ژوند خاونده«رومي شنايدر»
دغه اتريشۍ هنرمنده له ۱۹۶۰ تر ۱۹۸۰ کلونو وځليده. دا هغه وخت ډيره مشهور شوه چې د اتريش او هنگري د ملکې «سي سي» د خوشاله ژوند په رول راڅرګنده شوه. خو شنايدر په خپل شخصي ژوند کې غمجنه وه. هغې خپل يو زوې په ۱۴ کلنې کې له لاسه ورکړ او خپله په ۴۲ کلنۍ کې له اندازې ډيرو شرابو څښلو او د خوب درملو د کارولو له امله مړه شوه. رومي شنايدر تر ټولو مشهور فلمونه لکه «استخر» له آلندولن سره وو.
پنه لوپه کروز
دغه اسپانوۍ فلمي ستورې په کال ۱۹۷۴ کې زیږيدلې. کروز په ډيرې چټکۍ سره ځان د اروپا او هاليود سینما ته ورساوه. کروز ته د بريا لاره وروسته له هغې پرانيستله شوه چې، هغې د پدرو آلمودوار په دايرکترۍ په Volver فلم کې ولوبېده. پنه لوپه کروز اوس له خپل خاوند او کورنۍ سره ګډ آرازم ژوند تيروي. د هغې وروستی فلم د اصغر فرهادي په دايرکترۍ «ټول پوهيږي» نوميږي.
ايرنه پاپاس
ايرنه پاپاس د يونان د سینما مشهوره پخوانۍ څيره ده. د يونان سينما د پاپاس په مطرح کولو سره، د هنر نړۍ ته وښوده چې کوچني هيوادونه هم خپل ستوري لري. ايرنه پاپاس چې اوس ۹۲ کلنه ده، په يونان کې ډيره محبوبه او درناوی يې کيږي. ايرنه پاپاس د «محمد رسول الله» په فلم کې چې د مصطفی عقاد جوړ دی، د هند یا د ابوصفيان د ښځې په نقش کې کار کړی دی.
تاتیانا سامویلووا
سامویلووا د پخواني شوروی اتحاد د سینما نامتو اداکاره ګڼل کيږي. هغې د «لک لکان پرواز کوي» په نوم فلم کې کار وکړ. دا د پخواني شوروي اتحاد محصول فلم دی چې د کن معتبره جايزه يې ترلاسه کړې ده. د دغه فلم کيسه د جګړې په هکله ده. يوه مينه ښځه يوه سړي ته په انتظار کې ژوند کوي خو هغه نارينه له جګړې بيرته نه ګرځي.
کريستينا ياندا
۶۶ کلنه ياندا پولندۍ ده. هغه په ۱۹۷۰مه لسيزه کې مشهوره شوه. هغه بیا وروسته له هيواده بهر هم مطرح شوه چې وتوانیده د لينو ونتورا په څير هنرمندانو سره په فلمونو کې کار وکړي. ياندا د ۱۹۹۰م کال په کن فیستوال کې د «تحقيقاتو» په نوم فلم کې د غوره ښځينه لوبغاړي جايزه وګټله. کريستينا ياندا اوس ۶۶ کلنه ده.