د يونان او ليبيا په کمپونو کې څه تيريږي؟
۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبهد دغه نوي سياست له وجې ګڼ شمير انسانان په کمپونو کې ساتل کيږی او يا هم په يو ډول، د اوږدې مودې له پاره په توقیف کې وي.
د يونان په لیسبوس ټاپو کې له انسانانو څخه ډک د موريا کمپ او په ليبيا کې د مهاجرو خطرناک توقيف ځايونه د اروپايي اتحادیې مشرانو ته دا ښيي چې د هغوی بریا (په اروپا کې د مهاجرو شمير راکمول) تر کومه حده ناوړه بشري وضعيت رامنځ ته کړی دی. ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانونو په کمپونو کې پر بد وضعيت سختې نيوکې کړي کړي دي.
د روان کال له پيل راهيسې اروپا ته د تازه رسيدلو مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی، خو په دغه موده کې له ۱۷۰۰ څخه ډير مهاجر چې غوښتل يې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکه لار ځانونه اروپا ته ورسوي، په اوبو کې مړه شوي دي.
عراقی مهاجر عباس الناصر درې اوونۍ کيږي چې د ليسبوس موريا کمپ ته رسيدلی دی. هغه د کمپ د بد وضعيت څخه شکايت کوي او وايي چې اته کلنه لور يې ضعيفه شوې او روغتيايي وضعيت يې د لا خرابيدو په حال کې دی.
د اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د يونان موريا کمپ چې په اصل کې د ۳۱۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی، اوس په کې له ۹ زرو څخه ډیر مهاجر ژوند کوي. عبدالناصر وايي: «لور مې ډیری وخت تنفسي ستونزه لري... زمونږ د خيمې (د اوسيدو ځای) څلورو خواوو ته کثافات پراته دي.
اروپا، په مديترانې سمندرګي کې اروپا د تلونکو مهاجرو د ژغورنې دنده د ليبیا ساحلي ګارد ته سپارلې ده. دغو ساتونکو په روان کال کې ۱۳ زره مهاجر د ليبيا توقيف ځايونو ته ګرځولي دي.
د ليبيا پلازمينې طرابلس ته نژدې په ځينو توقيف ځايونو کې مهاجر د وسلوالو مليشو په خپلمنځيو نښتو کې وژل شوي هم دي، ځکه چې د مختلفو ډلو مليشې د پلازمينې د نيولو په موخه جګړه کوي چې په دې منځ کې مهاجر هم قرباني کيږي.
په ليبيا کې د بې پولې داکترانو د مرستې رسولو ماموريت مشر ابراهيم يونس وايي چې په دغه ډول يوه نښته کې په لسونو مهاجر ووژل شول.
د ليبيا په توقيف ځايونو کې شاوخوا پنځه زره مهاجر ژوند کوي، خو داسې ګمان کیږي چې په نورو تاسيساتو کې هم مهاجر د بنديانو په څير ساتل کيږي. په رپوټونو کې ويل شوي چې په دغه شان تاسيساتو کې مهاجر د غلامانو په توګه نیول کیږي او د جنسي ناوړه استفادې او جرمونو قرباني ګرځي.
ليبيايي چارواکي وايي چې اروپا هم هغوی او هم يې مهاجر يوازې پريښي دي. د ليبيا حکومت چې له دغو مرکزونو څخه ساتنه کوي، د اسوشتيد پرس خبري آژانس ته يې له مهاجرو سره د مرکې کولو اجازه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په طرابلس کې رامنځ ته شوی اوربند، د ماتيدو له خطر سره مخ دی او د مهاجرو خوراکي مواد هم مخ پر کمېدو دي.
د اروپايي اتحاديې مشران تر ډيره په دې موضوع کې د نظر اختلافات لري چې اروپا ته د مهاجرو د داخليدو د مخنيوي په موخه، څرنګه او د دغې قارې په کومو ځایونو کې پر پولو کنترول ډیر کړي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: