د اروپا جام په سيالیو کي فرانسې د جرمني هيلي خاوري کړې
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلي د جرمني لوبډلي څخه د لوبي په گټلو سره د ۲۰۱۶م کال د اروپايی جام سياليو پای لوبي ته لار وموندله.
فرانسه د فوټبال د اروپايي جام په سياليو کي د کوربه هيواد په توگه وتوانيده چي د ۲۰۱۶م کال د سياليو پای لوبي ته لار ومومي.
د فرانسې او جرمني د فوټبال ملي لوبډلي د پنجشنبې په ماښام د ۶۹ زره ننداچيانو په حضور کي د مارسې په ولدوروم لوبغالي کي سيالۍ ته سره راووتلې.
د فرانسې لوبډلي ننداچيانو ځانگړی سنگار کړی وو او د خپلي لوبډلي او هيواد د بيرغ له رنگونو جوړ کالي ئې اغوستي ول.
د جرمني د ملي لوبډلي نندارچيان هم ډېر ول.
د لوبي د گټلو لومړی چانس د فرانسې لوبډلي ته په لاس ورغلی. فرانسې د يوې پينالټي په وهلو سره لوبه يو پر صفر پخپله گټه روانه کړه.
جرمني پر لوبي باندي حاکميت لاره، خو نه وتوانېد چي د فرانسې پر گول پياوړې حمله وکړي.
د لوبي په ۱۳ دقيقه کي جرمني لوبغاړي توماس مولر يو چانس لاره خو توپ پر گول برابر نه سو.
د جرمني لوبډلي لوبغاړي امره چان هم ښه چانس لاره خو توپ د فرانسې گولکيپر راوگرځاوه.
د فرانسې ملي لوبډلي د لوبي په لومړۍ نيمايي کي خپله دفاع ډېره ټينگه کړې وه، جرمني د ټولو حملې سره سره نه وتوانېد چي توپ گول ته ننباسي.
دا هغه انځور دی چي د جرمني لوبډلي کپيتان باستيان شواينشتايگه توپ په لاس وواهه او پينالټي سوه.
د فرانسې لوبډلي لوبغاړي آنتونيو گريزمن وتوانېد چي پينالټي گول کړي.
تر گول وهلو وروسته د فرانسې لوبډلي خوشحالۍ.
د فرانسې لوبډلي د لوبي په دوهمه نيمايی کي بيا تيزه لوبه پيل کړه او د جرمني دفاعيی لوبغاړي ئې له ستونزو سره مخامخ کړل.
د لوبي په ۶۱ دقيقه کي د جرمني لوبډلي د دفاع مشر بوآتنگ خوږ سو او له ميدانه ووت. دلته نو د جرمني هيلي نوري هم نيگړي سوې.
د جرمني لوبډلي له ډېرو بدلونونو سره سره بيا هم يوه غلطي وکړه او يو بل گول هم فرانسې ورکړ.
دا د فوټبال د اروپايی جام په سياليو کي د کريزمن پنځم گول وو.
جرمني د لوبي تر پايه نه وتوانېد چي يو گول هم ووهي او لوبه دوه پر صفر د فرانسې په گټه تمامه سوه. فرانسه به اوس د ۲۰۱۶م کال د فوټبال د اروپايي جام د سياليو په پای لوبه کي له پرتگال سره لوبه کوي. پای لوبه د يکشنبې په ورځ ده.