د ارجنتاین او هالند لوبه په انځورونو کې
ارجنتاین او هالند د چهارشنبې په ورځ سره لوبه وکړه. د دغې لوبې گټونکې لوبډله ارجنتاین به په پای لوبه کې د آلمان پر وړاندې ولوبیږي.
د ارجنتاین او هالند لوبې ته د ارین روبین او لیونل میسي، تر منځ د سیالۍ په توگه کتل کیدل. دواړه ستورې د نړیوال جام له پیل راهیسې ښه ځلیدلي دي.
دواړو لوبډلو د فوټبال د ځلانده ستورې الفریدو دي ستفینو، د مړینې له کبله یوه دقیقه چوپتیا اعلان کړه.
میسې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې یو آزاد شوټ وکړ، خو د هالند گول ساتونکې توپ ونیوه او په دې ترتیب سره د لوبې لومړۍ نیمایي پرته له کومه گوله پای ته ورسیده.
ارجنتایني لوبغاړی جاویر مسچیرانو په لومړۍ نیمايي کې تر هغه وروسته پر ځمکه ولوید چې سر یې له یوه هالندي لوبغاړي سره وجنگید. خو هغه بیرته لوبې ته ستون شو.
هالندي روزونکي لویس فون گال خپلو لوبغاړو ته له میدان څخه بهر لار ښوونې کولې. خو هغوی و نه توانید چې په لومړۍ نیمایي کې د ارجنتاین له دفاع څخه تیر شي.
ارجنتایني لوبغاړي گونزیلو هیگوین په ۷۵ دقیقي کې د هالند گول ته نزدې توپ وواهه خو هغه د گول له خوا تیر شو.
د لوبې پر مهال سخت باران وریده خو لوبغاړو بیا هم لوبې ته دوام ورکړ.
د لوبې لومړۍ نیمایي پرته له کوم گوله پای ته ورسیده. په اضافي وخت کې ارجنتاین د گول جانس لاره خو گټه یې ترې وانخیسته شوه.
د لوبې په اضافي وخت کې هم کوم گول و نه وهل شو او په دې ترتیب سره لوبه د پېنلتي شوټونو ته ولاړه. د پېنلتي په شوټونو کې د ارجنتاین گول ساتونکی سیرگي رومیرو ډیر ښه وځلید او دوه شوټونه یې ونیول.
د لوبې اصلي ستورې ارجنتایني گول ساتونکی وگڼل شو. آیا هغه به د آلمان پر وړاندې لوبه کې هم ښه وځلیږي؟