په آلمان کې له پارلماني ټاکنو څخه څه باندې درې میاشتې وروسته لا تر اوسه پر یوه ائتلافي حکومت روغه جوړه نه ده شوې. سرپرسته صدراعظمه انگلا مېرکل چې د مهاجرو په هکله د خپل سیاست قربانې شوې تر سخت فشار لاندې ده. نه یوازې په آلمان، بلکې په اروپا کې هم د هغې مخکښ نقش ترپوښتنې لاندې راغلی. عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پرې خبرې کوي: