1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د آلمان په څلورو ایالتونو کې د ښې اړخو پر ضد چاپې وهل شوي

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

پولیسو د آلمان په څلورو ایالتونو کې د افراطي فعالیتونو په تړاو د شکمنو کسانو کورونه پلټلي دي. دغه کورونه په هسن، نیدرزاکسن، نوردراین ویستفالن او زاکسن انهالت ایالتونو کې پلټل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3N0sI
Anti-Terror Razzia in Berlin 16.01.2015
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان پولیسو د یو لړ پراخو تالاشیو په ترڅ کې د دغه هیواد په څلورو ایالتونو کې د ښي اړخو افراطیانو کورونه پلټلي دي. د دغو کورونو د پلټنې امر په مستقیم ډول په کارلز روهه، کې د آلمان د لویې څارنوالۍ له خوا ورکړل شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه کورونه د هغو کسانو وو چې د آلمان د لویې څارنوالۍ د ارزونې له مخې یي د یوې ښې اړخه افراطي وسله والې ډلې د جوړولو هڅه درلوده.

پر دغو کسانو تور لګول شوی چې په ۲۰۱۸ م کال کې د یوې ښي اړخي افراطي ډلې په چوکاټ کې د «توپان لیوا» په نوم د تاوتریخوالي ته چمتو ډلې د جوړولو کوښښ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په آلمان کې د نازي آلمان د واکمنۍ په جریان کې هم تر همدې عنوان لاندې، دې ته ورته یو نیمه پوځي جریان فعالیت درلود. 

د دې ډلې د فعالیتونو اړوند تحقیقات د ښي اړخي افراطیت سره د لیوالتیا کیسه کوي. هغې خبري سرچينې چې د آلمان په څلورو ایالتونو کې یي د پولیسو د عملیاتو په اړه رپوټ ورکړی دی، د کوم کس د نیولو خبر نه دی ورکړی. د پلټنې د دغو عملیاتو هدف د وسلو کشفول اعلان شوي دي.

آژانسونه/ ش.ن/ ن.ز