د آلمان په هنوفر ښار کې د ټکنالوجۍ د «لمر را پورته کیدل»
جاپان چې «د لمر د را پورته کیدو هیواد» یادیږي، سږ کال د «سې بیټ» په نامه د سوداګریز نندارون ملاتړی هیواد دی. د «۵.۰ ټولنې» ترنامه لاندې نندارتون کې کابو ۱۲۰ شرکتونو خپل تولیدات ښيي چې څرنګه ټکنالوجي د بشریت ژوند بدلوي.
ربوټونه او سکلیټ لرونکي ماشینونه
سکلیټ لرونکي ماشینونه له کارګرو سره مرسته کوي چې درانه کارونه ترسه کړي. دغه ماشینونو همدا راز له هغو معیوبو کسانو سره هم په مرسته کې کارول کیږي چې په پښو تګ نشي کولای. د نیډو په نامه د شرکت دغه کاروونکي انتظار باسي چې د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې د دوی د غرفې مخې ته تیر شي.
نا بلد، ملګری یا هم د لارې مل؟
د روان کال د سې بیټ په نندارتون کې ګڼ شمیر ربوټونه شتون لري. جاپاني انجینیرانو هڅه کړې چې د خپلو روبونو کړه وړې د امکان ترحده انسانانو ته ورته جوړ کړي. دغه روبوټونه د انسانانو څیرې لولي، او پیژندل شوي کسان د دوست په توګه پیژني. په جاپان کې ګڼ شمیر روبوټونه په هوټلونو او همدا راز د ډیر عمر لرونکو کسانو د ساتنې په مرکزونو کې په دنده ګمارل شوي دي.
ښه توازن؟
جاپان د نړۍ په کچه په صنعي برخه کې تر جنوبي کوریا وروسته تر ټولو ډیر روبوټونو په دنده ګمارلي دي. د شمیرو له مخې د هرو ۱۰ زرو کار ګرو کسانو کې ۲۱۱ یې روبوټونو دي. حنوبي کوریا په لومړي ځای کې دی او بیا آلمان په هرو ۱۰ زرو کسانو کې ۱۶۱ روبوټونه کاروي.
د ژوند له پاره سافت ویر
په جاپان کې له دریو څخه یوه میندواره مور د «نیمپو تیشو» په نامه له یو داسې کمپوټري پروګرام څخه کار اخلي چې په مټ یې میندواره میرمنې کولای شي د ډاکټر د معاینې وخت، مهالویش، د ډاکټر له پاره سوالونه او د روغتیا نور اړوند معلومات پکې ترلاسه کړي. د ماشومانو د روزنې له پاره هم د ځیرک موبایلونو او د کمپیوټر ځانګړې پروګرامونه جوړ شوي دي.
آسمان ته نږدې کیدل
په جاپان کې جوړه شوې دغه بې پیلوټه تیاره په خپلو غښتلو مټو او غښتلي ماشین سره کولای شي درانه توکي او ان انسان انتقال کړي. د دغو بې پیلوټه تیارو بیه شاوخوا ۵۰ زره یورو ښوول شوې خو د وخت په تیریدو سره ښايي ارزانه شي.
د لګښتونو یاداشت کول
کیدای شي تاسې په رسمي سفر بوخت یاست او غواړئ د خپلو لګښتونو یاداشت هم له ځانه سره ولیکئ. جاپان د دې ستونزې له پاره یو سفات ویر جوړ کړی چې یوازې اړ یاست د پیسو د یو رسید انځور واخلئ، نور کار په خپله پروګرام کوي. ویل کیږي چې په جاپان د دفترونو کارکوونکي خپل ۴۰ سلنه وخت د لګښتونو په رسولو مصرفوي.