1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په درو ايالاتونو کي پارلماني ټاکني د چا په گټه وې؟

۱۳۹۴ اسفند ۲۴, دوشنبه

د آلمان په درو ایالاتونو کې ډ ټاکنو پایلې ښيي چې د AfD ښی اړخه ګوند د پام وړ رایې ترلاسه کړي دي. د میرکل CDU ګوند د دغو درو ایالتونو له ډلې څخه په دوو کې د مهاجرو په برخه کې د هغې د سیاستونو له کبله یو څه رایي بایللي دي.

https://p.dw.com/p/1ICe7
Deutschland Landtagswahl Sachsen-Anhalt Wahlparty der AfD
انځور: picture alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان له پاره د بدیل یا AfD ښی اړخه ګوند د دغو درو واړو ایالتونو پارلمان ته په تلو توانیدلی دی. رسمي پایلې ښيي چې اوس نو دغه ګوند د بادن ورتیمبرګ، راینلند فلتڅ او زاکسن انهالت ایالتونو په پارلمانونو کې څوکۍ ګټلي دي.

د دغو درو ایالتونو په پارلماني کې تر ۱۲ میلیونو ډیرو کسانو د رای ورکوونې شرایط پوره کړې دي.

زاکسن انهالت

د AfD ګوند په زاکسن-انهالت کې ۲۴،۲ سلنه رایي ګټلې دي. له دې سره نو دغه ګوند د آلمان تر حاکم ګوند CDU وروسته په دویم ځای کې راغلي دي. په دې ایالت کې د صدراعظمې انګلا میرکل CDU ګوند ۲۹،۸ سلنه رایي ګټلې دي. د آلمان د ایتلافي حکومت غړي ګوند SPD بیا په دې ایلات کې ۱۰،۶ سلنه او کیڼ اړخي ګوند ۱۶،۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د زاکسن انهالت ایالت اوسني لومړي وزیر ویلي دي چې پایلې ښيي چې د CDU ګوند باید په دې ایالات کې د ایتلافي حکومت مشري وکړي. هغه په دې ایالت کې د یوه قوي مرکزي حکومت جوړولو ژمنه کړې ده او ویلي یي دي چې نوي حکومت به د ورځنیو ستونزو د حلولو له پاره سخت کار وکړي.

په راینلند پلاتینیت ایالت کې بیا مخکښه SPD ګوند پر خپل ځای پاته شوی دی. دغه ګوند په ټاکنو کې ۳۶،۲ سلنه رایې ګټلې دي. د میرکل ګوند په دې ایالات کې یوڅه رایې بایللي دي خو اوس هم د ۳۱،۸ سلنه رایو په ګټلو توانیدلی دی. د AfD ګوند بیا تر پخوا خپلې رایې ډیري کړي دي او د ۱۲،۶سلنه رایو په ګټلو توانیدلی دی.

په بادن ورتیمبورګ ایالت کې بیا د زرغونو ګوند د ۳۰،۳ سلنه رایو په ګټلو سره تر نورو مخکښ دی. په دې ایالت کې AfD هم ۱۵،۱ سلنه رایې خپلې کړې دي.