د آلمان پر پارلمان هکري برید او پر مسکو د میرکل درانه تورونه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبهد آلمان صدراعظمې د چهارشنبې په ورځ (د می میاشتې ۱۳ نیټه) د آلمان په پارلمان یا بونډسټاک کې د وینا پر مهال د روسي هکرانو له خوا د پنځه کاله مخکې پر بونډسټاګ ترسره شوې انټرنټي برید په هکله د «قوي شواهدو» خبره وکړه: «مونږ دا په بشپړ ډول جدي نیسو، ځکه په دې برخه کې تحقیقات ډیر دقیق وو.»
پنځه کاله مخکې د هکرانو برید د څو ورځو له پاره د آلمان د پارلمان کمپیوټري سیستم له کاره غورځولی وو. هکرانو هڅه کړې وه چې د پارلمان د استازو ایمیلونو ته لاسرسی پيدا او له دې لارې اطلاعات غلا کړي.
د جرمني د لوی څارنوالۍ له خوا تر تحقیقاتو وروسته مشخص شول چې د روسیې د نظامي استخباراتي ادارې "GUR" یو تن له کارکونکو او همدارنګه د «ای پي ټي ۲۸» ډلې یو تن غړي په دې برید کې لاس درلود او د څارنوالۍ له خوا دوی ته د بین المللي جلب او احضار حکم صادر شو.
«ایراني هیکرانو د امریکا انتخاباتي کمپاین هدف ګرځولی»
مخکې تر دې د «شپيګل» آلمانۍ ورځپاڼې هم رپوټ ورکړی وو چې په پارلمان کې د انګلا میرکل دفتر هم له دې هکري برید څخه په امان کې نه وو پاتې شوی.
د هیبریدي جنګ ستراتیژي
د آلمان صدراعظمې چې د وکیلانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکول زیاته کړه: «که صادقانه ووایم دا موضوع ماته ډیره دردونکې ده. طبیعي خبره ده چې په دې برخه کې به مناسب ځوابونه ورکړم، حتی د روسيې په مقابل کې هم .»
انګلا میرکل د خپلو خبرو په یوه برخه کې د روسیې د «هیبریدي جنګ ستراتیژي» په دوو برخو د«غلطو اطلاعاتو» او «ګمراه کونکې» برخو باندي وویشله او زیاته یې کړه: «باید متوجه اوسو، دا یو تصادف نه وو، بلکې هغه سترتیژي ده چې دوی یې کاروي.»
د آلمان صدراعظمې ټینګار وکړ چې هڅه کوي له روسیې سره ښې اړیکې ولري، خو د روسیې چلند «د باور او اعتماد وړ همکاري» زیانمنه کړې ده. هکرانو د ۲۰۱۵م کال په می میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د جعلي ایمیلونو په استولو سره د آلمان د پارلمان کمپیوټري سیستم ته لاره پيدا کړې وه.
دویچه ویله: ش.ن/ ګ.پ