د آلمان لس تر ټولو لوی ښارونه وپېژنۍ
د آلمان لوی ښارونه یوازې پر برلین، مونشن او هامبورګ نه خلاصه کیږي، بلکې ډېر داسې نور ښارونه هم شته چې په لیدلو ارزي. په دغه انځوریز البوم کې د دغه هیواد لس تر ټولو ستر او توریستي ښارونه درپېژنو.
لومړی مقام - برلین
برلین د آلمان پلازمینه او د ۳ اعشاریه ۸ ميلیونه نفوس په لرلو د دغه هيواد تر ټولو ستر ښار دی. د دغه ښار هره ناحیه له ښایست او هنر څخه نېولې تر نړېوالو مسایلو خپلې خپلې فضاوې او ځانګړتیاوې لري. د ۳۶۸ مترو په لوړوالي د تلويزیون برج ېې تر ټولو مشهور ځای دی.
دوهم مقام - هامبورګ
هامبورګ د آلمان دوهم تر ټولو ستر ښار دی. دغه ښار ۱ اعشاريه ۹ میلیونه نفوس لري. د آلمان په شمال کې پروت دغه ښار تر ډېرې پر خپلو ښکلو ساختمانونو شهرت لري، په ځانګړې توګه هغه چې د البه سيند پر غاړه جوړ شوي دي. دغه ښار د ليدلو له پاره ډېر جالب ځایونه لري د بېلګې په توګه د شپايښرشتات یا د ګودامونو سیمه ېې، د آیلب فیل هارمونوي د کنسرتونو هال او نور.
دریم مقام - مونشن
د آلمان دریم درجه ښار مونشن دی چې شاوخوا یونیم میلیون نفوس لري. که تاسو دغه ښار ته ولاړ شئ نو په کوڅو کې به ېې داسې خلک وګورئ چې خپلې ځايي دودیزې جامې ېې په تن کړي وي. په ځانګړې توګه په اکتوبر کې، کله چې په کې د نړۍ په سطحه د خلکو تر ټولو لوی جشن جوړيږي. همدارنګه مونشن په خپلو بیرو هم ډېر مشهور دی که تاسو ېې د بېرو شوقي یاست نو د دغې نوشابې څښکل ېې هم مه هېروئ.
څلورم مقام - کُلن
په کلن کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۱ میلیون کسان ژوند کوي. د چکر او سیاحت له پاره ېې د ښکلو ځایونو له ډلې یو هم د راین سیند دوو غاړو ته د پياده ګرځېدو، کافیانې او ناستې. څرنګه چې مونشن د اکتوبر پر جشن شهرت لري کولن بیا پر خپل «کارنیوال» جشن شهرت لري. د کلن کلیسا چې په انځور کې هم ښکاري، د دغه ښار تر ټولو مشهور ځای ګڼل کيږي.
پنځم مقام - فرانکفورت ام ماینز
فرانکفورت ۷۶۰زره نفوس لري. دغه ښار د سیند په غاړه د رغول شوو لوړو ودانیو باندې ېې مشهور دی او د همدې له پاره ورته «ماینهاتن» هم وايي. که غواړۍ د دغو لوړو ودانیو تر ټولو ښکلې منظره سيل وکړۍ نو د سیند مقابل لور څخه ېې وګورئ. که په چکر فرانکفورت ته ځۍ د نورو تفریح ګانو تر څنګ، د «Römer» په نوم ښارګوټي لیدل ېې مه هېروي.
شپږم مقام - دوسلدورف
د آلمان په غربي ایالت، نورد راین ویستفالن، کې پروت دغه ښار کې په حدود د ۶۵۳زره کسان ژوند کوي. دوسلدورف چې له منځه ېې د راین سیند هم تېر شوی، د مود او فیش او هنرونو په برخو کې شهرت لري. د قدم وهلو له پاره په کې ېو تر ټولو ښکلې سيمه د سیند په غاړه تر ميډیا هاربر (انځور) پورې تګ دی. په دغه ساحه کې د نورو تر څنګ په جالبه نقشو د جوړو شوو ساختمانونو له کتلو خوند اخیستلی شئ.
اووم مقام - لیپزیګ
لایپزیک کې نژدې ۶۲۴زره کسان اوسیږي. دغه ښار تر ډېره ځوان او نوښتګر قشر ځان ته راجلبوي، ځکه چې د آزمایښتونو له پاره ډېر امکانات لري. پوهنتون ېې د ښار په مرکز کې دی، چې شاوخوا ته ېې سوداګريز مرکزونه، رستورانټونه، پارکونه او د ښاري اوسیدا ځایونه موجود دي. په لايپزیک کې موجوده امکاناتو دغه ښار د هستوګنې له پاره ښه شرایط ایجاد کړي دي.
اتم مقام - شتوتګارت
د آلمان دغه ښار شاوخوا ۶۱۰زره نفوس لري. شتوتګارت د موټرو د شوقیانول له پاره يو ښه مقصد دی چې په کې د پورشه او میرسدیز بينز موټرو موزیمونه هم شته. دغه ښار په خپلې ځانګړو غذاوو او شرابو هم نوم لري او تر څنګ د سیلانیانو له پاره ډېر کلتوري او هنري امکانات وړاندې کوي. په دې ډله کې تر ټولو ښایسته هغه ېې د ښار په مرکز کې واقع شلوسپلتڅ «Schlossplatz» دی چې په عکس کې ښکاري.
نهم مقام : دورتموند
دورتموند هم د شتوتګارت په څېر شاوخوا ۶۱۰زره نفوس لري. دا د آلمان په غرب، په روهر سیمه کې تر ټولو لوی ښار دی. دورتموند یو وخت د فولادو او ډبرو سکرو د صنعتونو کور ګڼل کېده. د پخوانۍ فونیکس-ویست په څېر فابرېکې ېې د هغه دور یادونه تازه کوي. په انځور کې د يو (U) مرکز ودانۍ ليدل کيږي. دا د دورتموند د هنرونو او نوښتونو یو مرکز دی.
لسم مقام - ایسن
ايسن شاوخوا ۵۹۳زره نفوس لري. د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال شاوخوا ۹۰ سلنه تخریب شو. په ایسن کې پخوا د ډبرو سکرو صنعت ډېره وده کړې وه، او نن ورځ بيا ډېرې شنې سېمې لري. د زولووریان صنعتي مجموعه ېې د یونسکو په لرغونو میراثونو کې ثبت ده. د ډبرو سکرو په دغه پخواني کان کې نن ورځ نندارتونونه او جشنونونه جوړيږي او له ژونده د خوند اخیستلو له پاره د لامبا د یو حوض په ګډون ډېر امکانات لري.