۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهبالاخره د آلمان د دفاع پخوانی وزیره، اورزولا فون دیرلاین د اروپایی ټولنی د پارلمان له ۷۴۷ رایو څخه د ۳۸۳ رایو په تر لاسه کولو سره ، د دغي ټولني د کمیسیون مشره وټاکل شوه. خو تر رایه اخیستو مخکی د هغې د ټاکل کیدو په هکله د دغې ټولنی د پارلمان په سطحه او همدارنگه په خپله د آلمان په دننه کی د نظر سخت اختلاف موجود وو.