د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته تللي
۱۳۹۵ دی ۲, پنجشنبهد آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین، په یوه لنډ او ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلې ده. د مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) دغه سیاستواله د کريسمس یا مسیحي اختر په درشل کې په مزار شریف کې د آلماني ځواکونو پوځي اډې ته ورځي. همدا تیره اوونۍ د آلمان پارلمان یا بوندستاگ په افغانستان کې په یوه نړیوال ماموریت کې د آلماني پوځونو ونډه د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري وغځوله.
«پریکړنده ملاتړ»
په پریکړنده ملاتړ نومې ماموریت کې د آلماني ځواکونو شمېر ۹۸۰ سرتیرو ته رسیږي. د ناټو په مشرتوب په دغه ماموریت کې آلمان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورو او ملاتړ په برخه مرسته کوي. دغه ماموریت په یوه اظطراري حالت کې په افغانستان کې د بیا رغاونې د پروژو د بهرنیو کارکوونکو ساتنه هم کوي.
له ۱۲۰۰۰ عسکرو سره د ناټو ماموریت
وسله والو طالبانو په نومبر میاشتې کې په مزار شریف کې د آلمان پر کونسلگرۍ برید وکړ. د برید په پایله کې ودانۍ دومره زیانمنه شوه چې نوره د استعمالیدو وړ نه ده. چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او تر سلو زیات یې ټپیان کړي ول. اوسمهال ناټو په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ عسکر لري. د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته ورسید.