د آلمان خارجه وزیره اسلام آباد کې له افغان مهاجرو سره ویني
۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبهد آلمان د باندنيو چارو د وزارت په وينا به انا بېربوک په اسلام آباد کي د مدني فعالانو سره ملاقات وکړي. هغه به د آلمان د سفارت د غړو او په همدې شان د آلماني سازمان جي آی زېډ د همکارانو سره ليدنه کتنه وکړي.
زياته سوې چي د دغه ملاقات مرکزي موضوع به د افغان مهاجرو ملاتړ وي. بېربوک به پخپله د افغان مهاجرو سره هم ملاقات وکړي. د زرغون گوند دغه سياستواله به د چهارشنبې په ورځ يونان ته ولاړه سي. دغه آلمانۍ وزيره به د جمعې په ورځ ترکيې ته پسي سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په زرګونو هغه افغانان چې د افغانستان له پخواني حکومت سره یي په مختلفو برخو کې په لوړو پوستونو کار کړی دی، د پاکستان په څیر د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو ته د وتلو په تمه د بې سرنوشتۍ ژوند تیروي. یو شمیر د دوی حتی د شپې تیرولو له پاره د کور یا هوټل د کرایي وسه هم نه لري.