د آلمان پوځ افغان آلماني کارکونکي د جاسوسي په تور نیول شوی
۱۳۹۷ دی ۲۵, سهشنبهد تیر میلادي کال د دسمبر په شپږمه نیټه د دغه ۵۰ کلن افغان الاصله آلماني عبدالحمید س. د نیولو امر صادر شوی وو. په کارلزروهه کې څارنوالۍ ویلي دي چې عبدالحمید س. په هکله داسې شک موجود دی چې د ایران د استخباراتو له پاره یي کار کړی دی. پر هغه باندې تور دی چې د ایران د استخباراتو ادارې ته یي په احتمالي توګه معلومات ورکړي دي.
د کومو معلوماتو ورکولو شک موجود دی؟
د رپوټونو له مخې دغه کس د آلمان په اردو کې د ژبې اروزونکي او د سیمي د معلوماتي مشاور په توګه کار کوه. د څارنوالۍ په وینا «په دې موقف کې هغه د ایران استخباراتي ادارې ته معلومات ورکړي دي.»
نوموړی د سه شنبې په ورځ اړونده محکمې ته وړاندې کیږي.
تر دې دمخه د «شپیګل آنلاین» په نوم مجلې د دغه قضیې په هکله رپوټ ورکړی وو. د شپیګل د رپوټ له مخې دغه کس «حساسو معلوماتو لکه په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د ماموریت په اړه معلوماتو ته لاس رسی درلود.»
د شپیګل آنلاین په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغه کس ښايي له کلونو راهیسې د ایران د استخباراتو له پاره کار کړی وي.