د آلمان بایرن ایالت پر بشپړ حجاب بنديز تائيد کړ
۱۳۹۵ اسفند ۴, چهارشنبهد آلمان بایرن ایالت اعلان کړی چې دوی په ځانګړو عامه ځایونو کې پر بشپړ حجاب باندي بندیز لگولی دی. د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر، یواخیم هیرمن د کابینې تر غونډي وروسته د سه شنبې په ورځ وویل چې د میرمنو له خوا د برقې او یا بشپړ نقاب اغوستل په عامه ځایونو کې د اړیکو پر وړاندي خنډ ګرځي.
هیرمن له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «ارتباطات او اړیکي یوازې د خبرو له لاري نه کیږي، بلکي په دې کې احساسات، څیره او د بدن حرکتونه هم شامل دي.»
نوموړي همدا راز زیاته کړه: «دا [اړیکې] د شخصي ارتباطاتو اساس دی او زموږ د ټولني د خپلواکۍ او ديموکراتیک نظم بنسټ دی.»
د دې قانون د نوې مصوبې پر اساس به «د عامه خدمتونو په برخو، پوهنتونونو، ښوونځیو، وړکتونونو، د عامه نظم او خوندیتوب له پاره او همدا راز په ټاکنو کې» د ټول مخ پټول منع وي.
د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند (CSU) حکومت کوي. تمه ده چې دغه نوی قانون به د اوړي د رخصتیو په رارسیدو سره تصويب شي.
دغه اقدام په داسي وخت کې کیږي چې په آلمان کې د روان کال په سپتمبر میاشت کې پارلماني انتخابات تر سره کیږي او داسې ویرې هم شته چې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» چې د مهاجرت سیاست ضد دی، ډیري رایې ترلاسه کړي.
کم ارزښته مسله؟
د آلمان صدراعظمې په ډیسمبر میاشت کې د ورته بندیز له پاره د خپل ملاتړ اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې دغه کار باید «په هرځای کې چې د قانون له مخې امکان ولري» عملي شي.
د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې بایرن ایالت تر یو میلیون زياتو مهاجرو چې ډیری يې مسلمانان دي د ورتگ او تيرېدو لومړۍ کرښه وه. په دې کار سره دغه ایالت د داخلي امنیتي اندیښنو او همدا راز په ټولنه او کلتور کې د مهاجرو د ادغام له ستونزې سره هم مخامخ دی.
زیاتره کسان پر دغه اقدام نیوکه کوي او دې کار ته د مذهب د خپلواکۍ پرضد او د سیاسي موخو له پاره د یوه گام په سترګه ګوري. د آلمان حکومت تر اوسه پوري په دې هکله چې په دغه هیواد کې څومره میرمنې بشپړ نقاب اغوندي، رسمي شمیري په لاس کې نه لري.
د آلماني رسنیو د آتکل له مخي په دغه هيواد کې تر ۳۰۰ لږ میرمنې په دوامداره توګه نقاب اغوندي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: