د آلمان امنيت سازمان: سلفيان د مهاجرو په جذب پسې دي
۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعهد آلمان «بايريشه روندفونک» راډيو تلويزيون د بايرن ايالت د امنیت سازمان د وياند په حواله ويلي دي چي سلفيان د اورگاډو په عمومي تمځايونو، د پناه غوښتونکو په موقتي استوگنځيو او د هغوی د راټوليدلو په ځايونو کي سوريايي او عراقي ځوانانو ته په کمين کي کښېني څو هغوی «ښکار» کړي.
دغه وياند ويلي دي چي د بايرن ايالت د امنيت سازمان د افراطيانو له دغه شان کړنو خبر دي: «سلفيان دغه راز تلاش کوي چي له هغو ځوان پناه غوښتونکي سره اړیکي ونيسي چي بې سرپرسته آلمان ته رارسيږي او د ملاتړ په لټه کي وي.»
د دغه وياند په خبره د دغي ډلي يوه بانفوذه مشر په خپله اينترنيتي پاڼه کي خپلو پلويانو ته لارښوونه کړې ده چي په «هدفي» توگه له پناه غوښتونکو سره اړيکي پیدا کړي او هغوی د «سلفيانو سمي لاري» ته راوبولي.
کارپوهان په دې باور دي چي په ځانگړې توگه هغه کمزوري او بې تجريبه کسان چي د رواني فشارونو له کبله پر خپل ځان حاکميت نه لري ډېر اسانه به د افراطي ډلو په دام کي ولوېږي.
خو دوی وايي د سلفيانو دغه شان پلانونه د يوه پراخ پلان په جوړولو سره چي دغه پناه غوښتونکو ته په ټولنه کي ځای ورکړل سي، کيدای سي شنډ سي.