«د آسیا جام سږنۍ لوبې په متحدو عربي آماراتو کې کیږي»
۱۳۹۷ فروردین ۲۱, سهشنبهدغه سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته تر سره کیږي، په پام کې وه چې سږکال په سپتمبر میاشتې کې په هند کې تر سره شوې وای. خو د پاکستان کریکټ بورډ (پي سي بي) په دې هکله غبرګون ښوولی وو او په یوه بل ځای کې د دغو سیالیو د تر سره کیدو غوښتنه يې کړې وه.
د آسیا کریکټ شورا د پراختیایي چارو منیجر سلطان رانا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «سږنۍ آسیا جام سیالۍ له هند څخه متحدو عربي آماراتو ته انتقال شوي دي او د سپتمبر له ۱۳ څخه به تر ۲۸ نیټې پورې دوام ومومي.»
هند له پاکستان سره په ۲۰۰۸م کال کې د ممبۍ تر بریدونو وروسته د کریکټ دوه اړخیزې اړیکې وځنډولې. نوی ډهلی د دغه بریدونو تور د پولې بلې غاړې میشتو یاغي ډلو باندې لګوي.
خو هند له پاکستان سره نړیوالې لوبې لکه په ۲۰۱۶م کال کې په بنګله دیش کې آسیا جام سیالۍ، په هند کې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام او همداشان په ۲۰۱۷م کال کې په انګلستان کې د چمپین ټرافي سیالۍ کې ولوبید.
دا په داسې حال کې ده چې آسیا جام سیالۍ په ۱۹۸۴م کال کې له پیلیدو راهیسې د دواړو هیوادونو د ترینګلو اړیکو تر سیورې لاندې دي. هغه کال هم د نوموړیو سیالیو کوربه توب د متحدو عربي آماراتو پر غاړه وو.
دوه کاله وروسته هغه مهال د هند لوبډلې په دغو سیالیو کې برخه وا نه اخیسته چې په سریلانکا کې تر سره کیدي او پاکستان بیا په ۱۹۹۱م کال کې د خپل ټیم د استولو څخه ډډه وکړه چې کوربه توب یې د هند پر غاړه وو.
په داسې حال کې چې پاکستان او هند د دغو سیالیو د کوربه توب له پاره جوګه نه ول، نو له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله درې وار سر پر سر د دغو سیالیو کوربه توب بنګله دیش کاوه.
د رانا په خبره سږ به شپږ ټیمونه په دغه پنځوس اوریزه سیالیو کې ولوبیږي: «هند، سریلانکا، بنګله دیش، پاکستان او افغانستان پنځه ټیمونه دي او شپږمې لوبډلې له پاره به د غوراوي سیالۍ تر سره شي.»