1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G20 سرمشریزه پېل شوه

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

د نړۍ مشران په جاپان کې د G20یا صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې سره راټول شوي دي. اټکل کیږي چې په سږنۍ غونډه به شخړه ایزه وي. ایران او همداشان د امریکا او چین تر منځ د سوداګریزې شخړې پرغونډې خپل سیوری غوړولی.

https://p.dw.com/p/3LDxI
Japan G20 Gipfel Osaka
انځور: Reuters/K. Lamarque

د G20 سرمشریزه د جمعې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې پرانیستل شوه، چې جیوپولتیک ترینګلتیا او سوداګریز موضوعات پرې مسلط دي. د نړۍ د سترو اقتصادي قوتونو د مشرانو دغه غونډه به دوې ورځې دوام وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د آلمان له صدراعظمې انګلا مېرکل، سره تر دوه اړخیزو خبرو دمخه د کوربه هیواد له لومړي وزیر شینزو آبې سره ولیدل. خبریالانو ته د خبرو پر مهال ترمپ د دواړو هیوادونو سوداګریزي اړیکي وستایلې او مېرکل یې د خپلې «ښې دوستې په توګه» یاده کړه.

د آلمان صدراعظمې وویل چې په پلان کې لري چې د یران او ترهګرۍ ضد مبارزې پر سر له ترمپ سره خبري وکړي. مېرکل د جمعې په ورځ سهار وختي اوساکا ته ورسیده. تر دې یوه ورځ دمخه د یوې رسمې لیدنې پر وخت یو ځل بیا د میرکل ټول بدن لړزیده او دغه څه د دې سبب شوي چې د هغې د روغتیا په هکله پوښتنې رامنځ ته شي.

د پوتین او ترمپ اړیکي

د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ د هند له لومړي وزیر نریندر مودي او همداشان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. په پام کې ده چې وروسته به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وویني.

له پوتین سره تر ملاقات مخکې ترمپ د خپلو «ډیرو ښو اړیکو» په هکله خبره کړې وه او له پوتین سره یې ملاقات ستر ویاړ بللی وو. دواړو مشرانو د وروستي ځل له پاره د تیر کال په جولای میاشت کې په هیلسنکي کې مخامخ سره لیدلي وو. تر ملاقات دمخه پوتین خبریالانو ته ویلي وو چې «داسې موضوعات شته چې پرې بحثونه وکړو.»

سوداګریزي لانجې

د دغه سرمشریزي په ترڅ کې یو د پام وړ مورد د ترمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ، تر منځ د شنبې د ورځې له پاره پلان شوی ملاقات دی.

دواړه هیوادونه په یوه زیان اړونکي سوداګریز کړکیچ کې سره ښکیل دي او ډیری مشران به دې ته لیواله وي چې وویني دغه دواړه هیوادونه په دې تړاو د لانجې ختمولو له پاره کوم تړون ته رسیږي او که نه. ترمپ او شي جین پینګ د وروستي ځل له پاره د تیر کال په دسمبر میاشت کې په بوینوس آیرس کې د G20 په سرمشریزه کې لیدلي وو.

Japan G20 Gipfel Osaka Gruppenbild
د نړۍ د صنعتي هیوادونو مشران د جاپان په اوساکا ښار کې د سرمشریزي له پاره راټول شوي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Wyld

ایران

د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستیو ترینګلتیاو په منځني ختیځ کې د یوې نوې احتمالي جګړې په هکله اندیښنې رامنځ ته کړي دي. متحده ایالاتو په وروستیو اوونیو کې پر ایران د نفتو پر شپږو ټانکرونو باندې د برید تور لګولی دی خو تهران دغه تور ردوي. تیره اوونۍ ایران وویل چې په خپل هوایي حریم کې یې د متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده، خو متحده ایالات بیا وایي چې دغه الوتکه په نړیوال هوایي حریم کې وه.

داسې رپوټونه ورکړل شوي ول چې د دې په غبرګون کې ترمپ پر ایران د برید امر کړی وو، خو په وروستیو دقیقو کې یې بیرته واخیست. د آلمان د صدراعظمې په شمول نړیوالو مشرانو له دواړو هیوادونو په سوله ایز ډول د دغه کړکیچ د حلولو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي دي چې دی به د متحده ایالاتو له ولسمشر څخه وغواړي چې پر ایران باندې د ځینې بندیزونو د ځنډولو په هکله غور وکړي: «زه غواړم ترمپ قانع کړم چې دا د هغه په ګټه ده چې د مذاکراتو پروسه بیا پرانیزي [او] پر ځینو بندیزونو غور وکړي څو مذاکراتو ته یو چانس ورکړل شي.»

اټکل کیږي چې د اقلیم بدلون به د غونډې یوه بله مهمه موضوع وي.
law,nm/rc sr/sm (AFP, dpa)