خيبر پښتونخوا: دوو بريدونو پوليسو ته مرګ ژوله اړولې
۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبهد اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د سړک پر غاړه د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی دی.
پوليسو ویلي دي چې دا بريد په ريګي ماډل ټاون سيمه کې د شپې شوی دی. د دغه سيمې د پوليسو مشر ارشد خان وويل چې د بريد ګرو د نیولو له پاره پلټونکي عملیات پيل شوي دي. بريدګر د شپې په تیاره کې په تېښته بريالي شوي دي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د دې بريد پړه د تحريک طالبان پاکستان منع شوې ډلې د یوې اعلامیې له لارې پر غاړه اخيستې ده.
اړونده موضوع: د پاکستان پوځ: په نښته کې درې عسکر او دوه یاغیان وژل شوي
همدا شان د پنجشنبې په ورځ پېښور ته په څېرمه پرته سيمه باړه کې هم د پوليسو په يوه مرکز کې بمی چادونه شوې چې په پایله کې یې د پوليسو لس منسوبين او د ژغورنې د عملیاتو چارواکي ټپيان شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د بيړنيو خدماتو ادارې ویاند بلال فیضي، وويل چې تر چاودنې وروسته د فایرونو غږونه هم اوريدل شوي او ډزې سره تبادله شوي دي.
اړونده موضوع: پاکستان؛ د پوځ پر يوه مرکز وسله وال برید کې څلور عسکر وژل شوي
دا تازه بريدونه په پېښور کې د هغه ځانمرګي موټر بم بريد دوې ورځې وروسته شوي دي چې د پاکستان د پوځ شپږ عسکر او دوه ملکيان یې ټپيان کړي ول. د دې بريد هدف د پوځ يوه نقليه وسيله وه.
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د پاکستاني طالبانو په بريدونو کې هم زياتوالی ليدل کیږي.
ب. ص/ ن. ز (APE)