د خلیلزاد ماموریت پای ته ورسید
۱۴۰۰ مهر ۲۷, سهشنبهدغه خبره د امریکا خارجه وزات د دوشنبې په ورځ اعلان کړه.
د اسوشتيد خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۸مه) خبر ورکړ چې زلمی خليلزاد به خپله دنده روانه اوونۍ پريږدي. خليلزاد د امریکا پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ او اوسني ولسمشر جو بايدن په دورو کې د افغان سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه دنده درلوده او دغه ماموریت يې د څه باندې درې کلونو له پاره مخته يووړ.
پر خلیلزاد نيوکې
خو خلیلزاد له دې کبله تر نيوکو لاندې وو چې پر طالبانو باندې يې سولې ته د غاړې کيښودلو له پاره په کافي اندازه فشار نه اچاوه. هغه له نیوکو سره سره پر خپله دنده پاتې شو. خو د اوسني ولسمشر جو بایدن خارجه وزير، انتوني بلینکن د هغه له کار څخه مننه کړې ده. خليلزاد چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو سفير هم پاتې شوی، بلينکن يې په اړه وويل: «زه د امریکا له پاره د هغه د لسیزو خدمت څخه مننه کوم.»
خلیلزاد په ابتدا کې پلان درلود چې افغانستان له پاره خپل ماموریت له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو او پر امریکا د سپتمبر یوولسمې تروريستي بریدونو له شلمې کليزې څخه د مخه پای ته ورسوي. خو له هغه څخه غوښتنه وشوه چې په خپله دنده کې پاتې شي.
زلمی خليلزاد چې په خټه افغان دی، د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې د ترمپ ادارې له خوا افغانستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه وګمارل شو او د هغه وخت خارجه وزیر مایک پمپیو نوموړی طالبانو او افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښيناوو. هغه د اوسني ولسمشر جو بایدن په دوره کې هم خپل دغه ماموريت پر مخ ووړ.
د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای
نوموړي د میاشتو میاشتو سفرونو او مختلفو افغان لورو سره د لیدنو کتنو وروسته، د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د قطر هیواد په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسليک کړ. د دغه تړون پر اساس امریکا روان کال له افغانستان څخه خپل ځواکونه په بشپړه توګه وايستل او دې سره يې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کيښود.
جو بایدن د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پر اساس، د روان کال د می مياشتې په سر کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پیل وکړ او د اګست تر پايه يې دغه بهير په بشپړه توګه پای ته ورساوه. د بایدن له دغه اعلان سره هغه وخت ناټو هم پر ورته اقدام باندې لاس پورې کړ.
خو ډیری شنونکي په بیړه او له پلان پرته له افغانستان څخه د امریکايي قواوو پر وتلو چې په نتیجه کې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته ورسیدل، نيوکه کوي.
د بایدن پر تصمیم نيوکې خو د هغه دفاع
اما جو بایدن په خپلو خبرو کې تر اوسه څو ځله له خپل دغه تصميم څخه دفاع کړې ده. بایدن او د هغه پلویانو په کراتو ويلي دي طالبانو سره د امریکا هغه تړون چې زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ، دې ته زمينه برابره کړه چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
د ناټو او امریکايي ځواکونو په وتلو سره په زرونو هغه افغانان هم له هیواده ووتل او یا وايستل شول، چې د تیرو شلو کلونو په جریان کې يې د امریکايي ځواکونو یا د هغو له متحدانو سره په افغانسان کې کار کړی وو. لا هم دغه بهیر ادامه لري.
آیا هر څه د پلان مطابق وشول؟
خلیلزاد اسوشتيد پریس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو وتلو او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جدي مذاکراتو له پاره شرایط برابر کړل. خو هغه په عین حال کې ويلي دي چې دغه مذاکرات او ورسره جوخت له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل له پلان سره پر مخ ولاړ نه شول.
اسوشتید پریس زیاتوي چې د خليلزاد مرستيالتوماس ویست به د هغه ځای ناستی شي. ویست په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د وروستي پړاو مشري کوله. زیاته شوې چې امریکا به د افغانستان په اړه په مسکو کې دا اوونۍ جوړیدونکي کنفرانس ته خپل استازی ونه لیږي. د امریکا خارجه وزارت په دغه کنفرانس کې د خپل استازي د نه ګډون دلیل «لوژستيکي» مسايل ښودلي دي.
زلمي خلیلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې د خپل ماموریت وروسته به د افغانانو له پاره خپل کار ته ادامه ورکوي او د افغانستان په اړه چې کومې تيروتنې شوي او په مخ کې دي، په اړه به يې خپل نظریات او سپارښتنې له افغانانو سره شريکې کړي.
ر/م.ک.ص./ب.ص.