حشرات: کوچني خو ډیر ارزښت لرونکي موجودات
حشرات د چاپیریال او انسانانو د ژوند له پاره ډیر ارزښت لري خو ژوند یې ورځ تر بلې سختیږي. انسانان ورسره څرنګه مرسته کولی شي.
حشرات، کوچني خو ډیر اهمیت لرونکي موجودات
حشرات د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو د ژوند انډول په ساتلو کې ډير اهميت لري. د بيلګې په توګه هغوي په بوټو کې د ګردې په شيندلو، د افتونو په کنترول او د ځمکي د خړوبتيا له پاره د اوبو په پاکولو کې مرسته کوي.
د حشرو د مړیني لاملونه
د حشراتو کموالې بیلا بيل لاملونه لري. په حشراتو او په ځانګړې توګه د مچیو او پتنګانو د مړيني اصلي علت په زراعت کې له کيمیاوي سري څخه ګټه اخيستنه ده. د اقليم بدلون او د ښاروانو پراختیا د حشراتو د له منځه تلو نور عوامل ګڼل کيږي.
له حشراتو سره مرسته
حشرې د خپل ژوند د بقا له پاره پوره غذاي توکو ته اړتيا لري. د ګلانو او ميوو د کرلو کمښت له کبله مچۍ او نور ګرد شيندونکې حشرې په طبعي سیمو کې د خپلو خوړو له کمښت سره مخامخ دي. انسانان کولی شي دغه حالت ته يو څه بدلون ورکړو: لکه په بالکن يا د کور په انګړ کي د ګلانو او بوټو په کرلو سره.
د عادتو په بدلولو له حشراتو سره مرسته
د خوراکي توکو په رانيولو کې له زياتې پاملرني سره کولې شو له حشراتو سره مرسته وکړو. داسې توکې باید راونیسو چې په تولید کې یې له کیمیاوي موادو کار نه وي اخیستل شوی.
خپلو بوټو کې ډیر کیمیاوي مواد و نه کاروو
د خپل کور په بڼ کې د ګلانو او نورو بوټو ودې له پاره کيمیاوي سره مه کاروئ. د هغې پر ځاي بيلا بيل ګلان او ،ښه بوی لرونکي بوټې وروزئ چې حشرات ځانته جذبوي.
د حشراتو د خوښې بوټو کرل
د خپلې باخچې په یوې ځنډه کې داسې بوټي وکرئ چې د حشراتو د ژغورنې لامل شي.
د حشراتو له پاره د ځالو جوړول
د حشرو له پاره د يوې ځالې جوړول ورځ تر بلې سختيږي. نو که څوک په خپل باغچه کې د هغوی له پاره یوه ځاله جوړه کړي له دغو کوچنیو ژوندیو موجوداتو سره به یې ډیره لویه مرسته کړې وي.