حزب الله: د اسرائیلو څارونکي پوستې مو په توغندیو ویشتلي
۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبهد سه شنبې په ورځ د روان کال د جنورۍ په دویمه د حماس جګپوړی چارواکی صالح العاروري د لبنان د بیروت په جنوبي ښار الضاحیه کې د اسرائیلو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه برید ښايي د حماس متحدې ډلې حزب الله ته هم یو ښکاره پیغام وي او هغه دا چې ان د الضاحیه سیمه د اسرائیلو له بریدونو خوندي نه ده.
حزب الله بیا د العاروري د وژنې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی. د دې ډلې مشر سید حسن نصرالله د جمعې په ورځ وویل چې د برید په اړه "چوپ" پاته کیدل به د دې سبب شي چې ټول لبنان باندې اسرائیل بریدونه وکړي.
حزب الله د شنبې په ورځ په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دوی پر یوې غونډۍ باندې د اسرائیلو یوه اصلي پوسته هدف ګرځولې ده او زیاتوي چې له دغې پوستې څخه د هوا د کنټرول او څار له پاره کار اخیستل کیده. د اسراییلو پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
خ.ح / ش.ن