حامد کرزي په استانبول کې له محمد محقق سره لیدلي
۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبهد افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ترکیې کې د وحدت اسلامي ګوند له مشر محمد محقق سره لیدلي دي. محمد محقق په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ترکیې په استانبول ښار کې په دې لیدنه کې «د هېواد د روانو مسایلو پر سر خبرې شوي او نظرونه یې سره تبادله کړي دي.»
همدارنګه د ښاغلي محقق په فیسبوک پاڼه کې هم د دې لیدنې په اړه لیکل شوي: «دواړو لوریو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره پر ملي او بین الافغاني خبرو اترو ټینګار کړی دی.»
تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په برلین کې د پخواني حکومت د عدليې له وزیر فضل احمد معنوي سره کتلي وو. معنوي د مقاومت جبهې له غښتلو غړو څخه دی.
د راپورونو له مخې حامد کرزي له جرمني څخه ترکیې ته سفر کړی دی.
د پخواني حکومت ډېری چارواکي او د مقاومت جبهې جوړه شوې شورا هم په ترکیه کې ميشته ده. تر اوسه څرګند شوی نه ده چې حامد کرزي نور ملاقاتونه هم لرل او که څنګه.
حامد کرزی د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ د طالبانو حکومت له خوا د سفر له بندیز سره مخامخ شو.