حامد کرزي پاکستان ته سفر کوي
۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبهپه پاکستان کي يوه افغان ديپلومات ويلي دي چي کرزی به د اگست مياشتي په پای کي د افغانستان د سولي په پروسه کي له وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وږغيږي. د افغانستان د سولي په پروسه کي د پاکستان رول ډیر ههم بلل کیږي. اوس تلاښ کيږي چي مخکي له دې چي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني ځواکونه ووځي افغان حکومت بايد له طالبانو سره یوه جوړ جاړي ته ورسيږي او جګړې ته د پای ټکی کښېښوول شي.
طالبانو د روان کال په جون میاشت کي د قطر هيواد په پلازمېنه دوحه کښي د خبرو اترو له پاره یو دفتر پرانسيت او په هغه کي يې د خپلي واکمنۍ د مهال سپين بيرغ پورته کړ. خو دغه کار ولسمشر حامد کرزی په غوسه کړ او له هغوی سره يې هر ډول خبري اتري تحریم کړې.
په پاکستان کښي د افغانستان سفیر عمردولت زي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۱۲) خبریالانو ته وويل، چي ولسمشر حامد کرزی به د مياشتي په پای کي له پاکستاني چارواکو سره وگوري. له هغه وخت راهيسي چي په پاکستان کي نواز شريف ټاکني گتلي دي دا دغه هيواد ته د کرزي لومړی سفر دی.
تمه کېده چي د نواز شریف دولت به د دواړو هیوادنو تر مینڅ اړیکي ښې کړي خو دا هیلي هغه مهال ناهيلي شوې چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پر پاکستان باندي تور ولګاوه چي دغه هيواد طالبانو ته د کابل له حکومت سره د قدرت د وېش په اړه فکر ورکړی دی. خو پاکستان دا تور په کلکه رد کړ.
حامد کرزي د خپلي واکمنۍ له پيله (۲۰۰۲کال) پاکستان ته ۱۹ سفره کړي دي. په دغو سفرونو کي ژمني ډیري سوي دي خو نتيجه يې ډيره لږ ورکړې ده. افغان چارواکو په وارو وار د پاکستان پر دوه مخي سیاست نیوکي کړي دي او پاکستان يې د تروریزم په اړه جګړه کي په نه همکارۍ تورن کړی دی.
په پام کي ده چي حامد کرزی به د اګست مياشتي پر ۲۶ پاکستان ته دوه ورځنی سفر وکړي. په دهغه سفر کي به د سولی شورا مسئولین هم ورسره وي.