حامد کرزي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات کړی
۱۴۰۱ آذر ۲۹, سهشنبهاعلان
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په خپل ټویټرپاڼه یو عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي چې «د پخواني ولسمشر حامد کرزي کوربه وو.»
نوموړي زیاته کړي، چې د افغانستان له خلکو سره به د دوی پیوستون او د افغانستان د ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.
حامد کرزی جرمنې ته د سفر وروسته ترکیې ته تللی او هلته یې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره هم ملاقاتونه کړي دي. خو په خپله حامد کرزي یا د هغه مطبوعاتي دفتر لا د دغو ملاقاتونه په هکله څه نه دي ویلي.