«جگړو په نړۍ کي د ارام ژوند مخه نيولې ده»
۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبهد احمدي نژاد په خبره«که د سپتمبر د ۱۱ غميزه او پر افغانستان او عراق باندي يرغلونه نه وای سوي، چي د ميليونونو انسانانو ژوند ئې تباه کړ» د بشريت سرنوشت به ډير روښانه وای.
دغه راز د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د القاعدې پر مشر اسامه بن لادين باندي له محکمې پرته د امريکايي ځواکونو پوځي عمليات محکوم کړل.
د هغه په خبره د تروريزم او افراطیت پرضد جگړې په پلمه ډيری سياسي ډلي خپل هدفونه پر مخ وړي.
احمدي نژاد دغه راز د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي پرهغه څه نيوکه وکړه، چي د ده په خبره «يوشمېر محدودو هيوادونو د امنيت پر شورا خېټه اچولې ده او نه پرېږدي چي دغه سازمان خپل اساسي کارونه تر سره کړي.»
دغه خبري د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته پخپله وينا کي وکړې.
د احمدي نژاد د وينا پر مهال په غونډه کي د امريکا د متحده ايالتونو استازو د وينا پر وړاندي د احتجاج په توگه برخه وا نه خيستله.
امريکايي استازو لوېديځو رسنيو ته ويلي دي، چي دا تصميم ئې ځکه ونياوه، چي احمدي نژاد غوښتل د ملگرو ملتونو له عمومي غونډي څخه په گټي اخيستني سره اسرائيل «توهين» کړي.
د ملگرو ملتونو عمومي غونډه د سه شنبې په ورځ پيل سوه او په لومړي سر کي د اسلامي هيوادونو مشرانو په نړۍ کي د ديني سپکاوي د مخنيوي ږغ پورته کړ.
دغي غونډي ته د امریکا جمهوررئيس بارک اوباما پخپله وينا کي وويل، چي د نړۍ مشران دنده لري، چي په تيرو دوو اوونيو کي په نړۍ کي د امريکا پر سفارتونو باندي د بريدونو پرضد ږغ پورته کړي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش