جرمني: په ایران کي د مظاهره کوونکو سره خواخوږي
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبهاعلان
د برلین څخه ویل کیږي، چي جرمني « ظالمانه تشدد» غندي او د هغو خلگو طرف ته ولاړ دی چي د بشر د حقوقو د نقضولو پر ضد، ازادۍ، پخپله خوښه تصمیم نیولو او دیموکراسۍ له پاره مبارزه کوي.
خارجه وزیري انالینا بیربوک د اپوزیسوني حزبونو د کړیو څخه هغه انتقاد رد کړ، چي گواکي د جرمني حکومت او د اروپا اتحادیه د ایران په موضوع کي پوره قاطعیت نه لري. بیربوک وايي چي د اروپا اتحادیه په چټکۍ سره د ایران پرضد د نورو تعزیراتو پر وضع کولو باندي کار کوي.