You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
جاپان
په دې پاڼه کي د جاپان په اړه مطالب موندل کيږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
امريکا: جاپان دي مرستي بيرته پيل کړي.
د امريکې متحده ايالتونه په پام کي لري چي د جاپان څخه د دې غوښتنه وکړي چي د هند په سمندر کي د افغانستان د جگړې له پاره ولاړو بېړيو او جنگي الوتکو ته د تيلو او نورو اکمالاتو رسول چي د پنجشنې د ورځي را په دېخوا يي درولي دي بيرته پيل کړي.
د جاپان پوځ به دم گړی نور د افغانستان په اړوند خپل خدمت ته دوام ورنکړي.
د هغه هيواد لومړي وزير ياسو فوکادو ويلي دي د دغو عسکرو د خدمت د مودې د غځولو په هکله له مخالف گوند سره د دوی خبري ناکامه سوي دي.
جاپان پر برما باندي مرستي د رولي.
وروسته له هغه چي د اروپايي ټولني غړو هيواد ونو د برما د پوځي حکومت په وړاندي د سختو بند يزونو د لگولو پرېکړه کړې جاپان هم ددې پرېکړي څخه پلوي کړې او غواړي چي د برما په وړاندي اقتصادي بند يزونه زيات کړي.
ميرکل د جاپان له امپراطور سره وکتل
د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلاميرکل جاپان ته د خپل سفر په د وهمه ورځ د هغه هيواد له امپراطور اکي هيتو سره کتلي دي.
ميرکل جاپان ته ورسيده
د آلمان لوړۍ وزيري مېرمن انگيلاميرکل آسيايي هيواد ونو ته د خپل سفر په پای کي په جاپان کي د هغه هيواد له لومړي وزير شين سو آبي سره وکتل.
آلمان او جاپان په افغانستان کښې خپله همکاری پراخوی
توکيو: د آلمان د دفاع وزير فرانس يونگ Franz Jung نن د جاپان په پلازمينه توکيو کښې د جاپان د دفاع وزير فوميو کيوماFumio Kyuma سره خبرې اترې کوی.
د چين لومړي وزير جاپان ته سفر کړی دی
جاپان ته له اوه کالو څخه وروسته په لومړي ځل د چين يو لومړی وزير رسېدلی دی. د چين د لومړي وزير وېن ژاباو د درې ورځني يون په ترڅ کې به د اړيکو د ټينگولو په اړه خبرې وشي. وېن ژاباو غوښتل چې سمدلاسه له خپل جاپاني سيال شينزو ابې سره وويني.
د عراق لومړي وزير د جاپان له مرستو څخه مننه وکړه
د عراق لومړي وزير نوري المالکي له جاپان څخه د خپلې کتنې په ترڅ کې په توکيو کې له ياد شوي هېواد څخه د عراق دبيارغانې په چارو کې د کړې مرستې په اړه مننه څرگنده کړې ده. په عين حال کې يې د جاپان پر صنعت گرو باندې د لا زياتې پانگه اچونې غږ کړی دی.
جاپان د دفاعي چارو يو وزارت رامنځ ته کړ
جاپان د دوهمې نړيوالې جگړې څخه راپه دې خوا په لومړي ځل د دفاعي چارو يو بشپړ وزارت رامنځ ته کړ. دغه وزارت د جاپان د لومړي وزير شينزو ابه غوښتنه وه چې دی د جاپان اول لومړی وزير دی چې تر دوهمې نړيوالې جگړې وروسته زيږېدلی دی.
مخکينۍ پاڼه
د 6 پاڼو څخه 6
بله پاڼه