جاپان کي د مرګ له پاره د کور انتخاب ـ انځوريز راپور
په جاپان کي د سختو ناروغو انسانانو اکثريت دا غوره ګڼي چي په روغتون کي مړه سي. خو بعضي داسي هم سته چي د روغتون مصارف نه لري او په خپل کور کي په بشپړه يوازيتوب کي له دې نړۍ سترګي پټوي.
د سپي سره
کله چي میتسُورو نینُوما خبر سو چي هغه د سږو په سرطان اخته دی او دا چي د ژوند ډېره لنډه موده يې پاتې ده، نو هغوی د روغتون پر ځای د مړ کېدو له پاره خپل کور غوره وبلی. په دې توګه هغه ته امکان برابر سو چي د خپل لمسي او په همدې توګه د رِن په نوم سپي سره وخت تېر کړي.
د کور په څلورو ديوالونو کي
۶۹ کلن میتسُورو نینُوما د څو مياشتو راهيسي د مرګ پر بستر پروت دی. د هغه د معاينې له پاره يوه فيزيکل تهراپسته راځي، د هغه بدن ته مساج او حرکت ورکوي. میتسُورو چي په کومه کوټه کي پروت دی، په هغه کي يې بېل انځورونه د خپل لمسي سره په ګټه ځوړنده کړي دي.
په روغتون کي دیمینشیا لا زياته سوه
۹۵ کلنه یاسودو تویوکو په ټوکيو کي د خپلي لور په کور کي ژوند کوي. دغه مېرمنه د معدې د سرطان تر څنګ د ديمينشيا ناروغي هم لري. د دغې مېرمني پالنه د هغې لور په يوازي سر کوي. ياسودو په دې خاطر له روغتون څخه د خپلي لور کور ته راغله، ولي چي هغې داسي احساس کاوه چي په روغتون کي يې ديمينشیا لا زیاته سوې او دغه مېرمنه لا کمزوره سوې وه. په جاپان کي په کور کي د مريضانو پالنه يوه غيرعادي خبره ده.
اوږد انتظار
هر څوک دا نه خوښوي چي د خپل ژوند وروستۍ ورځي په کور کي تيري کړي. کاتسو سايتو ته چي کله معلومه سوه چي د وينو په سرطان اخته دی، نو هغه و مرګ ته د نژدې مريضانو ځانګړي د اوسېدنې ځای «هوسپيڅ» ته مراجعه وکړه. خو نوموړی مجبوره سو چي ډېر انتظار وکړي تر څو هغه ته هلته ځای پيدا سي. کله چي نوموړی هلته يووړل سو نو دوې ورځي وروسته يې له نړۍ سترګي پټي کړې.
په روغتونونو کي د ځای کمښت
په روغتونونو او په هوسپيڅ ځايونو کي د ځايونو کمښت لويه ستونزه ده. دا په داسي حال کي چي په جاپان کي د زياتو زړو انسانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او دمګړی په دغه هيواد کي هر څلورم انسان تر ۶۵ کالو څخه زيات عمر لري. د روغتيايي چارو د کارپوهانو په اند به تر ۲۰۳۰ کال پوري په جاپاني روغتونو کي د تقريبا نيم مليونو بسترونو کمښت وي.
د روغتونونو قيمتي خوني
ياشوهيرو ساتو د سږو په سرطان اخته دی او و مرګ ته نژدې دی. هغه غواړي چي د روغتون په يوه داسي خونه کي د خپل ژوند وروستی ورځي تېري کړي چي دی پکښي يوازنی مريض وي. خو دا چي هغه اړيني پيسې نه لري او بيمه يې هم د يوازي خونو له پاره پيسې نه ورکوي، نو هغه مجبور دی چي په ټوکيو کي په خپل اپارتمان کي واوسيږي.
ګرځنده ډاکټران
ډاکټر يو ياسوئ (ښه اړخ) د موبايل له لاري د یو کلينيک سره تماس نيولی دی. دغه ځانګړی کلينيک د يو ياسوئ په څېر ګرځنده ډاکټرانو په واسطه د هغو مرګ ته نژدې مريضانو درملنه او پالنه کوي چي په خپلو کورونو کي اوسيږي. دغه کلينيک چي په ۲۰۱۳ کال جوړ سوی، تر اوسه يې تر ۵۰۰ زياتو سختو ناروغو انسانانو سره د هغوی تر مرګه ملګري کړې ده. د يو ياسوئ په وينا د ژوند په وروستيو ورځو کي د مريضانو طبي مراقبت ډېر مهم وي.
مرګ په يوازيتوب کي
د ډاکټر یاسوئ څو مريضان په خپلو کورونو کي اوسيږي. بعضو دغو مريضانو ته د هغوی خپلوان په څو عمر کي د هغوی پوښتني ته راځي. خو داسي ناروغان هم سته چي بېله د ډاکټر څخه ورته هيڅوک کور ته نه راځي او دغه کسان په کور کي بالکل تنها او يوازي وي. ياسوهيرو هم له دغو مريضانو څخه يو دی.
«ښايي له مرګ وروسته ژوند مو بهتر وي»
ياسوهيرو ويل چي نه غواړي د يو چا له پاره د زحمت باعث سي. هغه ويل چي هيله لري چي «له مرګ څخه وروسته ژوند» به يې بهتر وي. د نوموړي کس ساه د سپتمبر په ۱۳مه په داسي حال کي بنده سوه، چي د ډاکټرانو او نرسانو علاوه يې په اپارتمان کي بل څوک نه ول.