جاپان: پر ځغاستلیکه د الوتکې اور اخیستنه؛ سورلۍ ژغورل شوي
۱۴۰۲ دی ۱۲, سهشنبهد پېښې لامل د ساحلي ساتونکو له ېوې وړې الوتکې سره ټکر ښودل شوی.
د جاپان د ترانسپورت وزير د سه شنبې په ورځ وويل چې د ټوکيو په هانيدا هوايي ډګر کې د جاپان د هوايي شرکت د دې الوتکې سره تر ټکر کیدو وروسته د ساحلي ساتونکو د کوچنې الوتکې د عملې پنځه غړي په دې پېښه کې وژل شوي دي.
د جاپان د ان اچ کې نشراتي ادارې، د پېښې ويډيو خپره کړې ده. په دغه وېډیو کې ښکاري چې د جاپان ایرلاينز شرکت ایربس اې۳۵۰ الوتکه تر ناستې وروسته په داسې حال کې چې پر کريړ ښويږي، لمبې وهلې.
سربېره پر دې چې الوتکه د اور په لمبو کې وه، د نجات ډلې بريالۍ شوه چې د یوې معجزې په څېر اقدام کې د الوتکې ټول ۳۶۷ مساپرو او د الوتکې د عملې ټولو ۱۲ تنو ته نجات ورکړي.
پر ټولنیزو رسنیو هم د پېښې ويډیوګانو او انځورنو خپاره شوي دی. په دغو انځورنو کې ښکاري چې مساپر د الوتکې د لوګي ډک کابین کې چغې وهي او نور ېې د اور له ځایه تېښته کوي.
د جاپان ساحلي ساتونکو ويلي دي چې په دغه پېښه کې د دوی یوه الوتکه چې د جاپان غربي ښار نیګاتا هوايي ډګر ته تلونکې وه او زلزله ځپلې سیمې ته ېې مرسته رسوله، ښکېله ده. په جاپان کې پرون د جنوري لومړۍ زوروره زلزله وشوه چې نژدې ۵۰ تنه په کې مړه شوي دي.
د جاپان هوايي شرکت یو ویاند وویل چې د دوی الوتکه د شمالي جزېرې، هوکایدو ښار له نیوچیتوز هوايي ډګره پرواز کړی وو. د ویاند په خبره، د جاپان صدراعظم فومیو کشيدا په پېښه کې اوښتو زیانونو د چټکې ارزونې او په اړه ېې ولس ته د معلومات ورکولو سپارښتنه کړې ده.
(Reuters)mks/bs/
دلته د جاپان د پرونۍ زلزلې انځورنه هم کتلی شۍ: