جاپان: د فوټبال لوبغاړي چې په ۸۰ کلنۍ کې هم لوبې کوي
ځیني کسان په ۳۰ کلنۍ کې د فوټبال لوبه پریږدي، خو په جاپان کې بیا زاړه خلک د فوټبال لوبې ته دوام ورکوي. یو شمیر کسان چې عمر یې تر ۸۰ کلنو اوښتی خپله توانمندي په اثبات رسوي.
ذهني چمتوالی
۸۳ کلن ماتسوهیکو نومورا د تېرو ۷۰ کلنو راهیسې فوټبال کوي. په دې موده کې د فوټبال نړیوال جام تر ۱۸ زیاتې سیالۍ ترسره شوې دي. نن ورځ د جاپان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی د ۸۰ کلونو څخه د زیات عمر لرونکو لوبغاړو د نوي جوړ شوي لیګ غړی دی. دا لیګ چې د ژوند له پاره فوټبال «Soccer For Life» په نوم پیژندل کیږي، خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې ترسره کړه.
د خاطرو یادون
موتوسوهیکو نومورا فرانسې ته د خپل او د هغه د ۸۰ کلنې میرمنې جونکو د سفر زاړه عکسونه ښیي. هغوی په ۱۹۹۸ کې د فوټبال نړیوال جام د نندارې له پاره دغه هېواد ته سفر کړی وو. نومورا په ښوونځي کې یو نامتو لوبغاړی ګڼل کیده او وروسته بیا د جاپان د ملي ټیم غړی شو. هغه وایي: «زه چې کله ماشوم وم، د ۵۰ او ۶۰ کلونو نارینه راته د نیکونو په څیر ښکاره کیدل.»
بې له وقفې تمرینونه
شینګو شیوزاوا د «ژوند له پاره فوټبال» لیګ کې د ټیم ګول کیپر دی او د ۹۳ کلنۍ په عمر په میاشت کې څو ځلې تمرین کوي. ډېر فعالیت هڅولی وو، چې سګرټ څکول پریږدي او دې کار له هغې سره د ملا د شمزۍ د ستونزې په برخه کې ورسره مرسته کړي. شیوزاوا وایي: «که ما د فوټبال لوبه نه وی کړی، زه به تر اوسه مړ شوی وم.»
د ذهن ځوان ساتلو له پاره د ریاضي تمرینونه
د دې له پاره چې نه یوازې بدن بلکې ذهن یې هم ځوان پاتې شي، شینګو شیزاوا په خپل دفتر کې د هیروګلیف حروفو په مرسته د ریاضي تمرینونه کوي. په جاپان کې د اوسط ژوند اټکل په دوامداره توګه مخ پر زیاتیدو دی او د ۶۵ کلونو څخه پورته خلک د هیواد د ۱۲۶ میلیونه نفوس نږدې دریمه برخه جوړوي.
له تحرکه ډک ورزش
د توکیو په «Nihon Soccer OB Club» ورزشي کلب کې لنډ تمرینونه دوام لري. د ټیم د غړو اوسط عمر ۷۷ کاله دی. داسې ورزش چې ډیر تحرک پکې وي لکه فوټبال، یو وخت په دې هېواد کې د زړو خلکو له پاره منع ګڼل کیده. خو دا نظر نه یوازې د سپورت په ډګر کې بلکې په نورو برخو کې هم د بدلون په حال کې دی. نږدې یو پر پنځمه برخه د ۷۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي زاړه کسان کار ته ځي، څو دوی پر تقاعد سربیره عاید ولري.
فوټبال دومره ساده هم نه دی
د «سور ستوري» ټیم څخه ۸۶ کلن تاکاو یوکویامای په (له کیڼ لورې دویم کس) په توکیو کې د «ژوند له پاره فوټبال» د ۸۰ کلنو د فوټبال لیګ په جریان کې د مقابل ټیم له لوبغاړي څخه توپ اخلي. دا چې په زیات عمر کې فوټبال دومره آسانه نه دی، د «ژوند له پاره فوټبال» لیګ په لومړۍ لوبه کې معلومه شوه. لوبغاړو په سوزنده لمر کې په توپ پسې منډې وهلې چې ساه یې لنډه لنډه کیده.
د اولادونو هڅول
موتسوهیکو نومورا (کیڼ اړخ ته) او د هغه ۴۸ کلنه لور یوریکو نومورا و د هغه ۱۳ کلن لمسۍ مونی نومورا د ټوکیو په یوه پارک کې د فوټبال تمرین کوي. د اونۍ په پای کې، ماتسوهیکو دوی ته د فوټبال مهارتونه ور زده کوي. یوریکو وايي: «کله ناکله زه د زړو خلکو د فوټبال لوبې وینم او دا احساس کوي چې زه باید سخت کار وکړم.»
په کور کې فوټبال
د ماښام ډودۍ پر وخت هم سپورت د موتسوهیکو نومورا او د هغه د میرمن جونکو له پاره د پام وړ دی. جونکو هم د خپل میړه د فوټبال لوبې په شوق سره ګوري. هغه د خپل میړه له ټپي کېدو نه وېرېږي، خو د هغې د وينې فشار له نږدې څاري او وايي: «هغه (میړه مې) په لیوالتیا سره غوښه خوري. زه هڅه کوم چې هغه قانع کړم، چې سبزیجات وخوري. زه فکر کوم، چې فوټبال د هغې د روغتیا له پاره غوره درمل دي.»