سياستجاپان
جاپان افریقا سره د ۳۰ میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې
۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبهاعلان
د افریقایي پراختیا په اړه د توکیو نړیوال کنفرانس د جاپان لخوا په افریقا کې د اقتصادې ودې او امنیت لپاره پیل شوې دی .
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا وویل چې دا ۳۰ میلیارد ډالر به په دریو کلونو کې ورکړل شي. نوموړي دغه راز د افریقایي پرمختیايي بانک سره په همغږۍ د خوراکي توکو د تامین لپاره هم د یو څه پیسو ژمنه وکړه .
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هایشي په حواله ویل شوي چې جاپان پلان لري تونس ته هم د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې د 100 میلیون ډالرو مرسته وکړي.