د جاپان پارلمان د کارګرو مهاجرو د ويزې سيستم تصويب کړ
۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، د جاپان د ويزې په دغه نوي سيستم کې چې په اپريل مياشت کې به آماده شي، په پام کې ده چې د ساختماني، کرهڼې، رستورانټونو او د زړو افرادو د پالنې څانګو په ګډون په ۱۴ مختلفو برخو کې بهرني کارګر تر پوښښ لاندې ونيول شي.
جاپان په دوديز ډول د مهاجرو مخالف سياست لري او په ډيره سختۍ او نادره توګه مهاجر مني، خو دغه هيواد د خپل نفوس کوم چې په چټکۍ د زړښت پر لور روان دی، د عواقبو له پاره يې مبارزه کوي.
دغه طرحه د جاپان د محافظه پال حکومت له خوا د صدراعظم شينزو ابي په مشرۍ جوړه شوې ده. خواپوزيسيون پر دغه طرحه سختې نيوکې کړي دي. د اپوزيسيون له خوا ويل شوي دي چې په دغې طرحه کې د هغو ستونزو د هوارۍ په هکله وضاحت نه دی ورکړل شوی چي له مخي يې د مهاجرو د اوسيدو ځايونه او د هغوی له پاره کاري شرايط ناسم بلل کيږي.
د کارګرو د کاري شرايطو او اوسېدنې د ځايونو په هکله انتقادونه هغه روزنيز پروګرام ته اشاره کوي چې جاپان خپل مخ په ودې اقتصاد له پاره له کال ۱۹۹۳ راهيسې خلکو ته وړاندې کړی دی، خو منتقدان وايي چې برخلاف په دغه پروګرام کي د کارګرو زبېښاک کيږي. د دوي په وينا کارګر په فابريکو کې په ټيټه تنخواه په کارونو ګمارل کيږي او د ټولنې په څنډې کې پريښودل کيږي.
اپوزيسيون وايي کيدای شي جاپان ته د سلونو زرو نوو کارګرو په راتلو سره د د بهرنيو کارګرو موجودي ستونزي نورې هم ډیرې شي.
په دغه نوي سيستم کې به جاپان دوه ډوله ويزې وړاندې کړې. لمړی ډول يې هغه ويزې دي چې د روزنيزو دورو زده کونکو ته په کې د دې فرصت ورکول کيږي چې خپلې ويزې تر پنځو نورو کلونو پورې تمديد کړي خو دا په هغه صورت کې چې د ژبې له يوې آزموينې بريالی ووځي.
دوهم ډول يې اوږد-مهاله ويزې دي. دغه ويزې د لوړو مهارتونو او تجربو لرونکو کارګرانو له پاره په نظر کې نيول شوي دي. هغه کسان چې په دغې کتګورۍ کې راځي د لمړۍ کټګورۍ خلاف کولای شي خپلې کورنۍ هم جاپان ته وغواړي.
اوسمهال په جاپان کې شاوخوا ۱ اعشاريه ۲۸ ميليونه بهرني کارکونکي کار کوي. دغه شمير په ۲۰۱۲م کال کې ۶۸۰ زره وو.