تویتر له خپلو ځينو کارونکو ابي نخښه لرې کړې
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعهخواله رسنۍ، تویتر چې مالک يې اوس ایلن ماسک دی، بالاخره له هغو کارونکو د ابي نخښې د اخيستلو ژمنه پوره کړه، چې میاشتنی فیس نه ورکوي.
د پنجشنبې په ورځ په نړۍ کې د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسس او د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ په ګډون د یو شمېر پېژندل شویو څېرو له حسابونو دغه ابي نښه ورکه شوه.
د دغې ابي نخښې اخيستل وروسته له هغې عملي شول چې د تویتر اوسني خاوند ایلن ماسک د پیسو ورکړه د ابي تویتر په نوم د »خبریالۍ ولسواکه کول او د خلکو د غږ پیاوړی کول« ښودلي دي.
د تویتر له حسابونو د ابي نخښې له لېرې کولو مخکې شاوخوا ۳سوه زره کارونکو دغه نخښه لرله. دغې نخښې د ډېرو عامو خلکو حسابونه له جعلي اکونټونو بېلولو کې مرسته کړې او د یوه دفاعي سپر په توګه یې مرسته کړې چې د ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو مخه ونیول شي.
ولې ابي نخښه؟
تویتر ۱۴ کاله مخکې د خپلو کارونکو له پاره ابي رنګه نخښه یا بلوټیک معرفي کړ؛ خو د ایلن ماسک له لوري د ۴۴ میلیارد ډالرو په بدل کې د دغې لویې خواله رسنۍ تر پيرلو وروسته هغه هڅه وکړه، چې د دغې خواله رسنۍ عاید زیات کړي.
په اوسني سیاست کې د دغې خواله رسنۍ د میاشتني فیس کچه هم متفاوته ده. عادي کارونکي د میاشتې ۸ ډالره او سازمانونه باید د دغې ابي نخښې د لرلو له پاره هره میاشت ۱۰۰۰ ډالر ورکړي.
د پنجشنبې په ورځ د تویتر د ابي نخښې لېرې کولو پر سیاستوالو سربېره رسمي بنسټونه هم اغېزمن کړل. ډېر خلک اندېښنه لري چې د طبیعي پېښو په اړه د اطلاعاتو ورکوونکو تویتري حسابونو له ډلې کوم یې ریښتیني دي.
د Similarweb د موندنو پر اساس، د هغو ټولو کسانو له ډلې چې ابي نخښه لري، یوازې ۱۱۶ زره کارونکو د دغې نخښې د ساتلو له پاره نوم لیکنه کړې وه.