1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تونس په دولتی ادارو کې پر حجاب بندیز وضع کړ

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

د تونس لومړي وزير د امنيتي دلايلو پر اساس په دولتي ودانيو کې د مخ پر پټولو بندیز لگولی دی. دا گام په پلازمينه تونس کې په جون مياشت کې تر غبرگو خونړيو ځانمرگو بريدونو وروسته پورته کيږي.

https://p.dw.com/p/3LgJl
Frankreich Justiz l Schleierverbot
انځور: picture-alliance/dpa/I. Langsdon

د تونس لومړي وزير یوسف الشاهد د يوه فرمان په لاسليکولو سره  ښځې له مخ پټولو يا حجاب کولو ايسارې کړي دي. د نوموړي د دفتر له خوا ويل شوي چې لومړي وزير يو فرمان تصویب کړی چی له مخې به یې «دولتي ادارو او تاسيساتو ته د هر هغه چا د ورتگ مخه نيسي چې مخ یې پټ کړی وي.» زياته شوې ده چې دا پريکړه د امنيتي دلايلو پر اساس شوې ده.

په تونس کې دغه پريکړه تر هغه وورسته کيږي چې په پلازمينه تونس کې د جون میاشتې په پای کې دوو خونړيو بريدونو دوه کسان ووژل او اووه تنه نور یې ټپيان کړل.

د تونس د کورنيو چارو وزارت له خوا بیا ويل شوي چې د جون میاشتې د خونړيو بريدنو طراح د سه شنبې په ورځ پلازمينې تونس ته څیرمه په یوه سيمه کې په ځان پورې تړلي مواد چوولي دي. هغه د پولیسو له خوا تر تعقیبدو وروسته دغه گام پورته کړی څو ونه نيول شي. خو نوموړي د عيني شاهدانو هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې د ځان پټولو په موخه یې نقاب اچولی وو.

په تونس کې د جون مياشتې خونړيو بريدونو درې تنه ووژل
په جون مياشت کې دوو ځانمرگو بريدونو په پلازمينه تونس کې مرگ ژوبله واړولهانځور: Reuters/Z. Souissi

پوليسو ته د ويښ پاتېدو لارښووونه

په تونس کې لا د ۲۰۱۴م کال په فیبرورۍ میاشت کې پولیسو ته لارښوونه شوې وه چې نقاب اچوونکې په کلکه وڅاري. دا گام د ترهگرۍ ضد مبارزې په چوکات کې اخیستل شوی وو څو له حجاب يا نقاب څخه ناوړه استفاده ونه شي.

نقاب او د اسلامي جامو نور ډولونه د پخوانيو سيکولر ولسمشرانو زين العابدين بن علي او حبیب بورقیبه د حکومت په دورو کې هم بند ول تر هغه وخته چې په ۲۰۱۱م کال کې د يوې کودتا په نتيجه کې د بن علي حکومت نسکور کړل شو.

bs/hk (AFP, Reutes, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: