1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

تونس نوی پارلمان انتخابوي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

په تونس کي نن شنبه یو نوی پارلمان انتخابیږي، کوم چي چنداني صلاحیتونه نه لري.

https://p.dw.com/p/4L6Eh
Tunesien | Demonstration gegen den tunesischen Präsidenten Saied
انځور: Hassene Dridi/AP/dpa/picture alliance

اپوزیسون انتخابات تحریم کړي دي. اپوزیسون دغه انتخابات د هغي دیموکراسۍ پرضد د «دسیسې» یو جزء بولي، کومه چي په ۲۰۱۱ م کال کي د عربي پسرلي په نتیجه کي رامنځته سوې ده. په همدې دلیل هم په انتخاباتو کي د لږ گډون انتظار کیږي. ویل کیږي، چي د پارلمان د ۱۶۱ چوکیو دپاره اکثره غیر مشهورو کسانو ځانونه کاندید کړي دي. 
د پروسږکال په جولای میاشت کي جمهوررئیس، قیس سعید د یوه لانجمن ریفراندم په نتیجه کي یو نوی اساسي قانون تصویب کړ، کوم چي د پارلمان څخه هر ډول صلاحیتونه اخلي او خپل مقام ته یې تقریبأ غیر محدود اختیارات ورکړي دي.