1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تونس

تونس: د یوه تاریخي دیوال نړیدو پيښه کې دری تنه مړه شوي

۱۴۰۲ آذر ۲۶, یکشنبه

تونس په قیروان ښار کې د تاریخي دیوال د یوې برخې نړیدو پيښه کې دری تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4aGjY
Alltag in Tunesien
آرشیف انځورانځور: Moncef Slimi/DW

د تونس هیواد په قیروان ښار کې د تاریخي دیوال د یوې برخې نړیدو په پیښه کې دری تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا وژل شوي کسان د دیوال د ترمیمولو په چارو بوخت ول.

 د تونسي چارواکو له خوا د رسمي رپوټونو په حواله د باب جلال الدین په نوم د دروازې په محوطه کې د دغه ۳۰ متره جګ دیوال یوه برخه نړیدلې ده. په دې پيښه کې دوه تنه کارګران هم ټپیان شوي دي.

یوه مسئول تونسي چارواکي ویلي دي چې دغه پيښه په دې وروستیو ورځو کې د بارانونو له امله رامنځته شوې ده، خو په خبره یې موضوع اوس هم تر ارزونې لاندې ده.

قیروان یو تاریخي او د سیلانیانو را جلبوونکی ښار دی او د مسلمانانو له پاره هم ځانګړی اهمیت لري. د یو شمیر تاریخي اسنادو له مخې قیروان لومړی ښار دی چې عرب مسلمانانو په ۶۷۰ م کال کې په دغه هیواد کې بنا کړی وو او کله هم ترینه افریقا ته د مسلمانانو د داخلیدو دروازې په توګه هم یادونه کیږي.

دا ښار په ۱۹۸۸م کال کې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په فهرست کې هم شامل شو.

آژانسونه: ش.ن/ن.ص