1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې په کابل کې سلګونو کورنیو ته بشري مرستې ویشلي

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د بشردوستانه مرستو څلورمه محموله د «نیکي» په نوم ریل ګاډي له مسیر څخه افغانستان ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4CIq9
Aghanistan - Humanitäre Hungerkrise
انځور: Ali Khara/REUTERS

په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د بشردوستانه مرستو څلورمه محموله د «نیکي» په نوم ریل ګاډي له مسیر څخه افغانستان ته رسیدلې ده. په کابل کې د ترکیې سفارت زیاته کړې ده چې دغه مرستې د پلازمېنې په مختلفو برخو کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ویشل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته او په دغه هیواد کې د بشري بحران رامنځته کیدو په اړه د ملګرو ملتونو د خبرداري په تعقیب، ترکیې هم لکه د یو شمیر نورو هیوادونو په افغانستان کې له سلګونو کورنیو سره بشري مرستې کړي دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت وایي چې تر اوسه پورې يې په مجموع کې له ۵۰ زرو کورنیو سره مرسته کړې ده.