ترکی ديپلومات د افغانستان له پاره ځانګړی همږغی کوونکی سو
۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبهملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دغه سازمان کي د ترکیې هیواد مخکنی دایمي استازی فریدون سینیرلي اوغلو په انتصابي ډول د افغانستان لپاره د یاد سازمان د ارزونې د خپلواک ماموریت دځانګړي همږغی کوونکي په توګه د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.
ددغه سازمان لخوا په خپره شوې اعلامیه کي راغلي دي چي دغه ترکی دیپلوماټ د ۲۰۲۳م کال د ۲۶۷۹پرېکړي پر بنسټ به په افغانستان کي د پرتو خنډونو د هواري په موخه په خپلواکه توګه د امنیت شورا د ارزیابۍ مشرتوب کوي.
اړوند: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړوي
دغه ترکی دیپلوماټ تر دې دمخه پر یوشمیر لوړو حکومتي څوکیو دبېلګي په ډول د ترکيې د باندنیو چارو وزیر او له ۲۰۱۶څخه تر ۲۰۲۳ کال پوري په ملګرو ملتونو کي د ترکيې هیواد دایمي استازی په توګه کار کړی.
اړوند:
د یادي اعلاميې پر بنسټ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش له دغه ترکي دیپلوماټ څخه غوښتي دي، چي د یوې داسي خپلواکي ارزوني مشرتوب ته ملا وتړي، چي هدف يې په افغانستان کي د پرتو خنډونو د حل له پاره د یوې مربوطي او همږغي تګلاري له پاره وړاندیزونه طرح کړي.
اړوند: ملګرو ملتونو طالبانو ته شرط ايښی دی
په دې اعلامیه کې راغلي دي چې فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په ګډون د نړۍ په یوشمېر سیمو کي د سیاست، بشري حقونو او په نړيواله کچه د منځګړیتوب او ديپلوماتیکو چارو په برخه کي ۴۰ کاله تجربه لري.
دا په داسي حال کي ده، وروسته له هغه چي طالبانو په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کي د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، یاد سازمان هم په دغه هیواد کي د خپلو فعالیتونو د څرنګوالي په هلکه بحثونه پېل کړي دي.
زموږ له ارشیف څخه :