ترکيې ستر پوځي تمرينونه پيل کړل
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۳, دوشنبهد ترکيې د دفاع وزارت په حواله په دې مناورو کې چي دوې اونۍ به دوام وکړي ۲۵۹۰۰ پرسونل، ۱۳۱جنگي کښتۍ، ۵۷ الوتکي او ۳۳ څرخي الوتکې برخه اخلي.
په دې عملياتو کې به چې د «سمندري لېوه» نوم ورته ورکړل شوی دی، د ځمکنيو، سمندري او هوايي ځواک ترمنځ همغږي و آزمويل شي.
دا تمرين په داسې حال کې ترسره کيږي چې له گاونډي هېواد قبرص سره ترنگلتيا زياته شوې ده.
ترکيه غواړي په هغه سيمه کې چې قبرص یې د ملکيت ادعا لري، پرته له اجازې د گازو موندلو په موخه آزمايښتي کېندنې وکړي.
څو کاله وړاندي د مديترانې سمندرگي په ختيځه برخه کي د گازو ستره زېرمه کشف سوه او اروپايي ټولنه يې له گاونډيو هيوادونو سره پر ويش سره سلا سول. خو ترکيه په دغه توافقنامه کي نسته او تړون ته اهميت نه ورکوي.
د رواني ميلادي مياشتي (می) په سر کي د ترکيې حکومت اعلان وکړ چي غواړي په دغه سیمه کي خپلي آزمايښتي کيندني وکړي.
(b.s/n.z(AFP